ads

له مسوولیت تېښته

د ولسي جرګې د غړو له لوري د پروګرام نه لرل او د مسوولیت نه احساس دې، کچې ته ورسېد چې په یوه رسمي ورځ د دې جرګې دروازه وتړل شي.

نویسنده: The Killid Group
28 مرغومی 1395
له مسوولیت تېښته

د ولسي جرګې د غړو له لوري د پروګرام نه لرل او د مسوولیت نه احساس دې، کچې ته ورسېد چې په یوه رسمي ورځ د دې جرګې دروازه وتړل شي.
د تېرې اونۍ د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې ۲۴۰چوکۍ له دې کبله خالي وې، چې د دې ورځې له پاره پروګرام نه و او اجنډا هم مشخصه شوې نه وه او څو تنه، چې راغلي وو، هغوی هم د جرګې په اداري پلاوي سختې نیوکې وکړې.
اوس مهال د راتلونکي مالي کال بوديجه چې د ولسي جرګې تر ټولو مهمه دنده ده، د دغه جرګې د غړو تصميم ته انتظار باسي او د هغه د څېړلو او تصويب وخت هم خورا کم دی.
له بل لوري د ولسي جرګې غونډې داسې مهال له اجنډا پرته دایرېږي، چې افغانستان کې په سلګونو امنیتي، سیاسي او اقتصادي ستونزې موجودې دي. که د دغه شورا د بحث له پاره هېڅ موضوع نه وي، لږ تر لږه د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د افغان کډوالو بد وضعیت هغه څه دي، چې باید پرې بحث وشي. همدې کسانو د ولسي جرګې غړو ته رایې ورکړې دي.
او یا هم د وسله والو ډلو او بهرنیو جنګیالیو له لوري د سلګونو افغان کډوالو د ژوند تريخول باید هغه موضوع وي، چې پارلمان پرې بحث وکړي. لږ تر لږه همدا د افغانستان خلک وو، چې دې وکیلانو ته یې رایې ورکړې.
د ولسي جرګې غړي نه یوازې دا چې د خپلو موکلینو په وړاندې مسوولیت لري او باید خپله دنده اجرا کړي، بلکې هغه بې کچې پیسې چې دوی یې د معاش، دسترخوان د خرڅ، موټر د تېلو……. او نورو په نوم اخلي او هغه پیسې چې د دوی له پاره په امنیتي تدابيرو او تشريفاتو لګېږي، د تامل وړ دي.
د معلوماتو له مخې د ولسي جرګې د یوې ورځې لګښت ۳۰۰زره امريکايي ډالره کېږي، چې د دولت له بوديجې مصرفېږي.
په داسې حال کې، چې د افغانستان خلک یو مخ ښوونځي، روغتون، سړک او نورو اسانتیاوو ته اړتیا لري، خو دولت په دې برخه کې د بوديجې له کمښت سره مخ دی.
دا وضعیت د یو شمېر وکیلانو لکه رمضان بشردوست او نورو له پاره سخت تمامېږي او له دې حالت سخت اغېزمن شوي دي.
رمضان بشردوست له داسې وضعیت سره د مخ کېدو په تړاو وايي: (( د ولسي جرګې د غړو لویه برخه د خپلې اصلي دندې او کار په تړاو فکر نه کوي، بلکې د خپلو شخصي سوداګريو په فکر کې دي. له همدې کبله ده چې په ولسي جرګه کې هېڅ جلسه نه دایرېږي)).
له بل لوري د ولسي جرګې یو شمېر غړي هڅه کوي له اصلي موضوع، په څنګ تېر شي او د ولسي جرګې تړل کېدل په یو ډول توجیه کړي. له دې ډلې د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمسیون غړی میردادخان نجرابي د ولسي جرګې د عمومي تالار تړل کېدل، د اجندا د نه شتون له کبله نه، بلکې په کمسیونونو کې پر بودجې د ځانګړو غونډو جوړېدل بولي.
خو د ولسي جرګې بل غړي عبدالقادر ځاځي بیا د رسنیو په وړاندې د خپلو همکارانو له ناغېړیو او کمکاریو پرده پورته کړه او ویې ویل، چې کمسیونونه تعطیل دي. نوموړی وايي، کله یې چې کميسیونونو ته مراجعه وکړه د مشرانو جرګې جلسې جریان درلود، خو د ولسي جرګې د غړو له لوري داسې څه نه وو. د ولسي جرګې دغه غړی د رمضان بشردوست په څېر د دې جرګې په اداري پلاوي سخته نيوکه کوي او دغه وضعیت د ولسي جرګې د غړو له پاره د شرم وړ ګڼي.
هغه کسان چې د خلکو له لوري استازي ټاکل شوي، نن د خپلو دې کړنو په کولو سره ښيي، چې دوی د ملي ګټو د تامین او په ولسي جرګه کې د خلکو د استازيتوب له پاره نه بلکې د خپلو شخصي ګټو د تعقيب او د ولسي جرګې له اسانتیاوو د ناوړه استفادې له پاره دلته راغلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA