په سرپل ولايت کې تېره ورځ يوې ١٩ کلنۍ نجلۍ ځان په دار ځړولى او خپل ژوند ته يې د پاى ټكى ايښى دى.
د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني كليد ته وويل، چې دا پېښه په سانچارک ولسوالۍ کې رامنځته شوې او دغې نجلۍ د اجباري واده او کورني تاوتريخوالي له كبله ځان په دار ځړولى دى.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، ياده نجلۍ ګلرخ نومېده او د سانچارك ولسوالۍ د ارچَتُو کلي اوسېدونکې وه.
د اماني په وينا، د پېښې په تړاو د نجلۍ پلار نيول شوى او قضيه تر څېړنې لاندې ده.
د يادونې وړ ده، چې په سرپل ولايت كې سږ كال دوه ښځو د کورني تاوتريخوالي له كبله ځان وژنه کړې ده.