ads

د ژورناليستانو ملي اتحاديې د ولسي جرګې د وروستۍ طرحې هرکلی وکړ

د افغانستان د ژورناليستانو ملي اتحاديې د ولسي جرګې د هغه قانون د طرحې د تصويب هرکلی وکړ، چې له مخې يې بايد د افغان امنيتي او دفاعي ځواكونو قربانيانو ته د شهيد كليمه وكارول شي.

نویسنده: The Killid Group
28 مرغومی 1395
د ژورناليستانو ملي اتحاديې د ولسي جرګې د وروستۍ طرحې هرکلی وکړ

د افغانستان د ژورناليستانو ملي اتحاديې د ولسي جرګې د هغه قانون د طرحې د تصويب هرکلی وکړ، چې له مخې يې بايد د افغان امنيتي او دفاعي ځواكونو قربانيانو ته د شهيد كليمه وكارول شي.
له دغې اتحاديې څخه نن کليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د هېواد د امنيتي ځواکونو قربانيو ته درناوى د هر افغان مسووليت دی او د ولسي جرګې له لوري د يادې طرحې د تصويب هرکلی کوي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې يوازې له ملي ځواکونو په ملاتړ كولاى شو له تاوتريخوالي پرته امن لرونكې راتلونكې ته هيله من واوسو.
په ورته وخت کې د افغانستان د ژورناليستانو ملي اتحاديه اندېښمنه ده، چې د دې طرحې په تصويب سره به د خبريالانو او رسنيو په وړاندې امنيتي ګواښونه زيات شي.
ياده اتحاديه له دولت په ځانګړې توګه له امنيتي ارګانونو غواړي، چې د دغې طرحې د تطبيق په برخه كې له رسنيو سره همکاري وكړي او د خبريالانو او رسنيو په وړاندې د هر ډول ګواښ مخه ونيسي.
ولسي جرګې تېره ورځ هغه طرحه تصويب کړه، چې له مخې يې دولتي او خصوصي رسنۍ بايد له دې وروسته د افغان ځواکونو قربانيانو ته د شهيد خطاب وکړي.
دغه طرحه به د مشرانو جرګې تر تاييد وروسته جمهور رئيس ته د توشېح په هدف ولېږل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA