ads

افغانستان په كركټ كې متحده عربي اماراتو ته ماتې وركړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د صحرا جام شل اوريزو سياليو كې خپله دويمه لوبه له متحده عربي اماراتو وګټله او په دې سره يې نيمه پايلوبې ته لاره پيدا کړه.

نویسنده: The Killid Group
28 مرغومی 1395
افغانستان په كركټ كې متحده عربي اماراتو ته ماتې وركړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د صحرا جام شل اوريزو سياليو كې خپله دويمه لوبه له متحده عربي اماراتو وګټله او په دې سره يې نيمه پايلوبې ته لاره پيدا کړه.
دا لوبه تېره شپه په متحده عربي اماراتو كې ترسره شوه، پچه يې د افغان لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پرېكړه يې كړه.
اماراتي لوبغاړو په ټاکلو شلو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۶ منډې جوړې كړې او افغان لوبډلې ته يې د لوبې ګټلو لپاره د ۱۴۷ منډو هدف وټاكه.
افغان لوبډلې ورکړل شوى هدف په ۱۸ اعشاريه ۵ اورونو كې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو پوره كړ او د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته يې په پنځو وېكټو ماتې وركړه.
دولت ځدراڼ د څلورو وېکټو په اخيستو سره د سيالۍ د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه كړه.
افغانستان په لومړۍ لوبه كې ايرلنډ ته هم په پنځو وېكټو ماتې وركړې وه او د كركټ نړۍ د دوهمې درجې مخكښو اتو لوبډلو ترمنځ د صحرا په نوم شل اوريزو سياليو كې به خپله درېيمه لوبه د راتلونكې پنجشنبې په ورځ له نميبيا سره ترسره كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA