ads

کندهار کې د اوبو او تېلو ګډ مايع چلېدونکی ماشين جوړ شوی

په کندهار کې يوه نفر داسې ماشين جوړ کړی، چې کولای شي د اوبو او تېلو څخه په ګډه مايع چلېږي.

نویسنده: The Killid Group
27 مرغومی 1395
کندهار کې د اوبو او تېلو ګډ مايع چلېدونکی ماشين جوړ شوی

په کندهار کې يوه نفر داسې ماشين جوړ کړی، چې کولای شي د اوبو او تېلو څخه په ګډه مايع چلېږي.
د کندهار اوسېدونکی ډاکتر محمد داود پردېس وايي، چې داسې يو سيستم يې جوړ کړی دی، چې کولای شي د تېلو او اوبو څخه په يوه وخت کې ګډه استفاده وکړي او د هغه څخه د جانېټرونو او نورو ماشينونو لپاره کار واخلي.
ډاکټر داود وايي، چي د تېرو پنځو کلنو څخه په دې هڅه کې دی، چې داسې يو سيستم جوړ کړي، تر څو د ټولنې د غريبو کسانو لپاره په درد وخوري، په پايله کې وتوانېده، چې د اوبو او تېلو څخه کار واخلي او له دې لارې څخه ګاز جوړ کړي او ماشينونه پرې وچلوي. ((تېل په ځان کې خپله يو ضعيف ګاز لري، نو اوبه چې د اکسيجن او هايدروجن څخه جوړې دي، په دې ماشين سره هايدروجن او تېلو څخه ګاز توليدېږي)).
هغه وايي، ده ورته داسې ماشين جوړ کړی دی، چې د هايدروجن او تېلو څخه ګاز توليد کړي او بيا په هغه باندې ماشينونه وچلوي.
نوموړي وويل، ((راتلونکي کې پلان لرم، د لويو ماشينونو لپاره داسې سيستم جوړ کړم، چې په خالص اوبو باندې کار وکړي)).
ډاکتر داود زياته کړه، که چېرې ملي تجاران او دولتي چارواکي ورسره همکار شي، نو د خپل علميت څخه په ګټې اخيستو سره کولای شي، نورې بېلا بېلې اختراعوې وکړي، چې له امله به يې د افغانستان په صنعتي برخه کې ډېره ګټه رسولې وي.
هېره دې نه وي، چې ډاکتر محمد داود پردېس وايي، له کومه وخته چې يې د اختراع څخه خلک خبر شوي او موضوع يې رسنيزه شوې ده، هره ورځ له نوي تهديد او اخطار سره مخ کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA