ads

پکتیکا کې د پاکستانۍ کلدارو پاچاهي

په جنوب ختيځ ولایت پکتیکا کې تر دې مهاله هم ټوله راکړه ورکړه په پاکستاني کلدارو ترسره کېږي.

نویسنده: The Killid Group
27 مرغومی 1395
پکتیکا کې د پاکستانۍ کلدارو پاچاهي

په جنوب ختيځ ولایت پکتیکا کې تر دې مهاله هم ټوله راکړه ورکړه په پاکستاني کلدارو ترسره کېږي.
د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، خلک او حکومت دې په ګډه په دغه ولایت کې د کلدارو د چلښت مخه ونيسي. په پکتیکا کې د صرافانو د ټولنې مشر قاري لعلخان کلید ته وویل، په دې ولایت کې ټوله راکړه ورکړه په پاکستاني کلدارو کېږي چې د خلکو په کاروبارو یې ناوړه اغېز کړی دی. هغه زیاتوي، که چېرې په دغه ولایت کې د بهرنیو اسعارو پر چلښت بندیز ولګول شي او ټولې راکړې ورکړې په افغانیو ترسره شي؛ نو د افغانیو ارزښت به په خپل ځای پاتې شي او د خلکو پانګې به هم ثابتې وي.
خو په پکتیکا کې د اقتصادي چارو شنونکی محمد رسول ظاهري وايي، تر هغې چې د افغانستان تولیدات په کافي ډول وده ونه کړي، په بازارونو کې د افغانیو دودول ستونزمن دي. نوموړی وايي، پکتیکا له پاکستان سره نږدې پروت ولایت دی او خلک یې هم له دغه هېواد سره تګ راتګ او سوداګري لري؛ نو ځکه پرې د کلدارو اغېز زیات دی.له بل لوري بیا د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت کلید ته وویل، د افغانۍ پر ځای د کلدارو چلښت د ټول هېواد په کچه یوه مهمه او لویه ستونزه ده او تر دې مهاله په ټولو سرحدي ولایتونو کې پر ځای ده. وحدت وايي، د کلدارو د چلښت د مخنيوي له پاره داسې یوې طرحې ته اړتیا ده چې له مخې یې لومړی افغانستان ته د کلدارو د راوړلو مخه او وروسته یې په بازارونو کې د کارول کېدو مخه ونیول شي. له بل لوري خپله د پکتيکا ولایت کاروباریان او هټیوال هم ټینګار کوي، تر هغې چې دوی او نور عام خلک له حکومت سره دکلدارو د چلښت د مخنيوي په برخه کې مرسته ونه کړي، ستونزمنه به وي چې افغانۍ دود شي. خو خلک بیا هټیوال او کاروباریان تورنوي چې په لوی لاس د خپلې ډېرې ګټې له پاره د کلدارو د چلښت ملاتړ کوي.
د یادولو ده چې د افغانانو تر منځ په کلدارو د راکړې ورکړې ستونزه یوازې پکتیکا کې نه ده، بلکې تر دې وړاندې دغه بحث د هېواد په نورو سرحدي ولایتونو کې هم مطرح شوی او چارواکو یې د مخنيوي ژمنې او شعارونه ورکړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA