د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس رفيع الله رحيمزي کليد ته وويل، چې سږ کال به دوی په جلال اباد ښار او شاو خوا سيمو کې ۴۵۰ زره ميوه دار او بې مېوې بوټي وکري.
نوموړی وايي، ياد نيالګې به دولتي ادارو ته په وړيا او خصوصي ادارو ته له بازار څخه په کم تخفيف ورکړل شي.
هغه زياتوي، چې له خصوصي سکټور سره يې په ګډه سږ کال دوه عشاريه اته ميليونه بوټي توليد کړي دي.
د کرنې او مالدارۍ رييس په ورته وخت کې داهم وايي، هڅې يې پيل کړي، چې په لرو پرتو ولسواليو کې د وهل شويو بوټو پرځای نوي نيالګي کېنوي.
د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي په داسې حال کې سږکال د نويو نيالګيو د کينولو خبره کوي، چې د بزګرو په وينا کرنې رياست دې د تېرو کلونو کرل شوي بوټو ساتنې ته هم پاملرنه زياته کړي.