د کوټ ولسوالۍ سيمه ييز چارواکي وايي، داعش وسله والو يو ځل بيا ددغه ولسوالۍ په خوړګۍ سيمه کې د ولسي خلکو ۱۱ کورونه سوځولي دي.
د ننګرهار د کوټ ولسوال حاجي سيد رحمان کليد ته وويل، چې له تېرې ورځې راهيسې داعش وسله والو د کوټ ولسوالۍ په خوړګۍ سيمه کې د ولسي خلکو ۱۱ کورنه سوځولي دي.
نوموړی وايي، چې تر اوسه پورې تر ۸۰ پورې شمېره له دوی سره ثبت شوې، چې دغه کورونه د داعش وسله والو له لوري سوځول کېږي.
ولسوال وايي، دغه کورونه په هغو سيمو کې دي، له کومو سيمو چې ولسي خلک له وړاندې کډه شوي دي.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو پرون يې د هسکې مېنې ولسوالۍ له شپولې سيمې څخه ۱۳ ديني عالمان هم برمته کړي دي.