په تايلنډ کې د سختو بارانونو او سېلابونو له كبله د وژل شويو كسانو شمېر له څلوېښتو تنو واوښت.
ځايي رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، چې نن هم يو شمېر کلي په اوبو کې ډوب شوي او د هوا پېژندنې ادارې چارواکو د نور ورښت خبردارى وركړى دى.
چارواکي وايي، له شپاړس لکو ډېرو کسانو ته مالي زيانونه اوښتي دي.
ګڼ شمېر لوى سړکونه تخريب شوي، د برېښنا جريان پرې شوى او ځينې ادارې رخصت اعلان شوې دي.