ads

افغانستان نن شپه متحده عربي اماراتو سره د كركټ لوبه كوي

افغانستان به د كركټ نړۍ د دوهمې درجې مخكښو اتو لوبډلو ترمنځ د صحرا په نوم شل اوريزو سياليو كې خپله دوهمه لوبه نن شپه له كوربه هېواد متحده عربي اماراتو سره ترسره كړي.

نویسنده: The Killid Group
27 مرغومی 1395
افغانستان نن شپه متحده عربي اماراتو سره د كركټ لوبه كوي

افغانستان به د كركټ نړۍ د دوهمې درجې مخكښو اتو لوبډلو ترمنځ د صحرا په نوم شل اوريزو سياليو كې خپله دوهمه لوبه نن شپه له كوربه هېواد متحده عربي اماراتو سره ترسره كړي.
دا لوبه به د افغانستان په وخت د شپې اووه نيمې بجې پيل شي.
وړمه شپه د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د ايرلنډ لوبډلې ته په ماتې ورکولو د صحرا جام شل اوريزې سيالۍ په بريا سره پيل کړې.
په دغو سياليو كې برخه لرونكې اته لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي.
په الف ګروپ کې افغانستان، ايرلنډ، نميبيا او کوربه هېواد متحده عربي امارات سره يوځاى شوي او په ب ګروپ کې سکاټلنډ، هانګ كانګ، عمان او هالنډ له يو بل سره لوبې كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA