ads

د برېښنا كموالي صنعت ټکنی کړی

افغان صنعت كاران وايي، له یوې نیمې لسيزې تېرېدو وروسته هم صنعتي پارکونو ته کافي برېښنا نه ورکول کېږي او یا وخت ناوخت پرچاوېږي، چې دغې چارې افغان صنعت له ستونزو سره مخ کړی او د ودې مخه یې ډب کړې ده.

نویسنده: The Killid Group
26 مرغومی 1395
د برېښنا كموالي صنعت ټکنی کړی

افغان صنعت كاران وايي، له یوې نیمې لسيزې تېرېدو وروسته هم صنعتي پارکونو ته کافي برېښنا نه ورکول کېږي او یا وخت ناوخت پرچاوېږي، چې دغې چارې افغان صنعت له ستونزو سره مخ کړی او د ودې مخه یې ډب کړې ده.
په تازه مورد کې د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه وایي، د برېښنا پرچاوۍ د صنعتي پارکونو پر تولیدي چارو منفي اغېز کړی او ډېری صنعتي کمپنۍ يا په ټپه درېدلې او يا يې هم د توليد کچه ټیټه شوې ده.
د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې مرستيال عبدالجبار صافی وايي، که دولت د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه اواره نه کړي، کېدای شي ډېرې فابريکې سقوط شي: ((په ۲۰۱۶میلادي کال کې د توليدي کمپنيو کارونه د برېښنا د پرچاويو، په ښار کې د لارو د بندېدو او امنيتي ستونزو له کبله يوازې ۷مياشتې روان ساتل شوي او دا نورې پنځه مياشتې کار نه دی شوی)).
صافی زیاتوي، د برېښنا د هر ساعت پرچاوۍ له کبله د صنعتي کمپنيو توليدات لس په سلو کې شاته پاتې کېږي. د هغه په خبره، د برېښنا پرچاوۍ د کمپنيو په تولید او بازار دواړو منفي اغېزه کړې او کم رنګه کړي يې دي: ((که يو ساعت برېښنا پرچاو شي، ۴۳زره کار کوونکي چې په صنعتي کمپنيو کې کار کوي، بېکاره کېږي چې ګټه يې يوازې بهرنيو وارداتي توکو ته رسېږي، په داسې وضعیت کې موږ له بهرنیو توکو سره سيالي نه شو کولای.))
هاخوا د شيګل په نوم د وطني بوټانو د تولید کمپنۍ مشر میوند ارین وايي، دولت بايد کمپنيو ته د برېښنا لګښتونه کم کړي او د برېښنا د پرچاوۍ مخه ونيسي. د نوموړي په خبره، که برېښنا په همدې ډول ځي او راځي، دوی به تولیدات ونه شي کړای: ((همدا اوس ډېری وخت برېښنا نه لرو، په ورځ کې څو ځله برېښنا پرچاو وي او يا هم ټوله ورځ نه وي؛ نو په داسې حال کې به موږ څرنګه وکولای شو چې د خپلو هېوادوالو اړتياوې پوره کړای شو، که دولت غواړي چې کورني تولیدات پرمختګ وکړي، د نورو هېوادونو په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو له اړتيا خلاص شو؛ نو د برېښنا د پرچاوۍ غم دې وخوري او د برېښنا بيې دې ټيټې کړي.))
په کابل کې د هندوکش په نوم بله صنعتي کمپنۍ چې پلاستيکي لوښي توليدوي هم له ورته ستونزو سرټکوي، دا کمپنۍ وايي چې پخوا يې يوازې د بازار ستونزه لرله، خو اوس د برېښنا پرچاوۍ پخوانۍ ستونزې پرې هېرې کړې دي. د دې کمپنۍ يو کارکوونکی مبارک علي وايي: ((ډېر ځله مو هڅه کړې چې له دې کاره تېر شو او يو بل کاروبار وکړو، په ورځ کې خامخا څو ساعته برېښنا نه وي، که د دې ستونزو غم ونه خوړل شي کېدای شي، د کمپنۍ دروازه وتړو.))

ولایتونو کې د برېښنا ستونزې
دا ستونزه یوازې د کابل په صنعتي پارکونو کې نه ده، بلکې د کندوز، ننګرهار، کندهار، هرات او ځينې نورو ولایتونو صنعتي پارکونه هم دوامداره برېښنا نه لري. د کندوز ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د اسانتياوو د نشت، د برېښنا د پرچاوۍ او د برېښنا د بيو د لوړوالي له کبله ډېرو کسانو خپلې کمپنۍ يا له ولایته ايستلې دي او يا يې هم تړلې دي.
د دغې خونې د صادراتو مدیر مسعود وحدت وايي، له کندوز ولایت څخه د صنعتي کمپنيو د وتو يا بندېدو له کبله اوس له شيرخان بندر څخه د پخوا په پرتله ۵۰په سلو کې صادرات کم شوي دي: ((تر دې وړاندې به په شېرخان بندر کې شاوخوا ۴۰۰ سوداګرو فعاليت کاوه، خو اوس په کندوز ښار کې د برېښنا او نورو اسانتياوو کموالی دی، ډېری سوداګر له کندوز څخه وتلي دي.))
له بل لوري په ننګرهار کې هم د برېښنا پرچاوۍ لويې ستونزې راولاړې کړې دي او د دغه ولایت ۱۶۰وړو او لویو صنعتي کمپنيو ته يې ستر زیانونه اړولي دي. د ننګرهار د صنعت کارانو د ټولنې مشر تور ملنګ وايي چې ننګرهار ته د کابل له برېښنا ۲۵ميګاواټه بېله شوې، خو اوس يوازې ۱۲ميګاواټه جلال اباد ته رسېږي: ((په ننګرهار کې د پلاستيکي وسايلو، د ترېشل ماشينونه، وسپنيز سيخونه او نور بېلابېل توکي توليدېږي، خو اوس ډېری کمپنۍ د برېښنا د پرچاوۍ، کموالي او نشتوالي له کبله په ټپه درېدلې دي.))
د ننګرهار د فابريکو چارواکي وايي، نه شي کولای چې خپلې کمپنۍ په جنراتور چالانې وساتي ځکه بيا يې له ګټې تاوان ډېرېږي. له وسپنو د سيخانو د جوړولو کمپنۍ کارکوونکی سميعالله شګيوال وايي، لس کاله کېږي چې په دې کمپنۍ کې کار کوي او ټول عايد يې يوازې همدا پيسې دي چې کور پرې چلوي: ((په دې وېره کې يو چې د برېښنا د کموالي او پرچاوۍ له کبله به فابريکه بنده شي او بېکاره به شو چې بيا به د کار له پاره بله هېڅ لاره نه لرو. هره ورځ له پنځو تر اتو ساعتونو پورې برېښنا نه وي، کارونه په ټپه درېدلي وي، نو که برېښنا وه، زموږ کار به هم وي او که برېښنا نه وه، کار نشته.))
سمیع الله یوازې په دې وېره کې وو چې ښايي بېکاره شي، خو مبين چې تر دې وړاندې د پلاستيکي لوښو په یوه فابريکه کې کار کاوه، اوس وزګار دی: ((هلته مو چې په کمپنۍ کې کار کاوه، ورځ مو ورسره چلېده، دومره مو پيدا کولې چې بل چا ته نه اړ کېدو، خو اوس بس هره ورځ په چوکونو ګرځو، خو کار له کومه شو، په اوونۍ کې که درې ورځې کار وکړو، هم لویه خبره ده.))

بیې د لوړېدو په لور
که څه هم صنعت کارانو د برېښنا په پخوانیو بیو نیوکه لرله او هغه یې هم لوړې بللې، خو د برېښنا شرکت په یوه بې مخينې اقدام کې په صنعتي، سوداګريزو او استوګنيزو سيمو ۲۵په سلو کې بیې لوړې کړې دي. دغې پرېکړې صنعت کاران غوسه کړي او برېښنا شرکت نیوکه کوي چې غواړي د افغانستان صنعت په ټپه ودروي. دوی له برېښنا شرکت غوښتي چې بيې دې بېرته راټیټې کړي.
د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې مشر سخي پيمان وايي، برېښنا شرکت دې په خپله پرېکړه له سره غور وکړي: ((که په راتلونکي کې کومې ستونزې او مشکلات راځي؛ نو برېښنا شرکت به يې ځواب وايي، ځکه چې ډېری صنعتي فابريکې به له ستونزو سره مخ شي او وبه نه شي کولای چې له بهرنيو کمپنيو سره سيالي وکړي او هېواد په خپلو توليداتو بسیا شي.)) نوموړي زیاته کړې، د برېښنا شرکت نوې بیې دومره لوړې دي چې صنعت کاران یې نه شي ورکولای: ((دا د صنعتکارانو او پانګوالو پر وړاندې د یوې بلې ستونزې راټوکول او د صنعت د غوړېدا مخنیوی دی.)) هغه وايي، که برېښنا شرکت له خپلې دغې پرېکړې تېر نه شي، ډېری پانګوال به پانګونې ته زړه ښه نه کړي او هغه پانګوال به چې دا مهال یې کارونه پیل کړي، خپل کارونه بند کړي.
له بل لوري د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خانجان الکوزی هم وايي: ((د برېښنا شرکت له لوري د بيو لوړېدل يو ناعادلانه تصميم دی. وګړي او پانګه وال يې د ورکړې توان نه لري، موږ د برېښنا له شرکت غواړو چې په دې پرېکړه له سره غور وکړي.))

د پانګې وتل
د صنعت کارانو له وړاندوینو او خبرداریو سره سم اقتصاد وزارت تایید کړې چې د برېښنا د نشت او پرچاوۍ له کبله له افغانستان څخه لویه پانګه بهر شوې. د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد په دې وروستیو کې د هېواد د ۳۴ ولایتونو د برېښنا د رییسانو په مشورتي ناسته کې وویل،که حالات همداسې دوام وکړي، له هېواده د نورې پانګې د وتلو وېره هم شته. د اقتصاد وزیر ويلي: ((نن زموږ د خصوصي سکتور څه باندې ۸۰ ملیارده ډالره د سیمې او نړۍ په هېوادونو کې د پانګو په توګه اچول شوي دي، دا پانګې هېواد ته نه لېږدېږي او دلیل یې دا دی چې موږ کافي برېښنا نه لرو چې خپلې صنایع پرې فعالې کړو.))
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار وايي چې د صنعت د پرمختګ له پاره بايد دولت هر ډول اسانتياوې برابرې کړي. هغه زیاتوي، هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د کورني صنعت د ودې مخه ونیسي او د هېواد لاسته راوړنې له ستونزو سره مخ کړي: ((موږ په دولت غږ کوو چې د برېښنا پرچاوي، د برېښنا کموالی او نورې ستونزې اوارې کړي، نه باید چې د صنعت تازه نفسه کار له پښو وغورځوي.)) مسلميار د برېښنا شرکت هغه پرېکړه چې له مخې يې څه وخت وړاندې د برېښنا شرکت په بيه کې ۲۵په سلو کې لوړوالی راغلی هم ناعادلانه وبلله او له برېښنا شرکت يې وغوښتل چې په خپلو صنعتکارانو ظلم ونه کړي.

برېښنا کمه ده
خو دغو ټولو غوښتنو، سپارښتنو او نیوکو ته په ځواب کې د افغانستان برېښنا شرکت وايي، کافي برېښنا نه لري چې ټولو صنعتي پارکونو، تجارتي سيمو، دولتي ودانیو او استوګنيزو سيمو ته یې په ۲۴ ساعتونو کې ورسوي، نو له دې کبله باید هېوادوال له دوی سره د برېښنا په لږ لګولو سره مرسته وکړي. د دغه شرکت ویاند وحیدالله توحیدي هیله څرګنده کړه چې صنعتي پارکونه دې له برېښنا په عادلانه ډول کار واخلي څو ټول ترې ګټه واخلي. توحيدي وړاندې وايي، ټول هېوادوال دې د برېښنا په لګښت کې سپما وکړي او هغه وسايل چې ډېره برېښنا لګوي ونه کاروي.
دوی وايي چې خلک له اندازې ډېره برېښنا کاروي چې همدا کار ورځ په ورځ د برېښنا پرچاوي ډېروي: ((له ټولو هېوادوالو هيله کوو چې د برېښنا په لګښت کې له موږ سره مرسته وکړي او هغه وسايل چې له اندازې ډېره برېښنا غواړي ونه کاروي او صنعتي کمپنۍ دې هم د برېښنا د لګښت په کموالي کې له موږ سره مرسته وکړي.)) دوی وايي چې افغانستان هر کال څه باندې زر مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري چې اوسمهال شاوخوا ۵۰۰ مېګاواټه له ګاوڼدیو هېوادونو څخه واردېږي او یوه لږه اندازه یې په هېواد کې دننه تولیدېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA