ads

امريکايي ځواکونو کندوز کې د ۳۳ ملکي وګړو وژل تاييد کړل

په افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو ومنله، چې درې مياشتې مخکې يې په کندوز ښار کې په هوايي بريدونو کې ٣٣ ملکي وګړي وژلي او ٢٧ نور يې ټپيان کړي وو.

نویسنده: The Killid Group
23 مرغومی 1395
امريکايي ځواکونو کندوز کې د ۳۳ ملکي وګړو وژل تاييد کړل

په افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو ومنله، چې درې مياشتې مخکې يې په کندوز ښار کې په هوايي بريدونو کې ٣٣ ملکي وګړي وژلي او ٢٧ نور يې ټپيان کړي وو.
د امريکايي ځواکونو له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کندوز د يادو بمباريو او عملياتو په تړاو يې څېړنې بشپړې شوې دي.
دغه بريدونه د ١٣٩٥ لمريز کال د لړم په ١٢مه، د کندوز ښار اړوند د پول اچين او بوز کندهاري په سيمو کې ترسره شوي وو.
امريکايي ځواکونو دا هوايي بريدونه وروسته له هغه ترسره کړل، چې د وسله والو طالبانو په بريد کې يې دوه سرتېري ووژل شول او يو شمېر نور يې ټپيان شوي وو، دغه راز په دې نښته کې افغان ځانګړو ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه.
امريکايي ځواکونو ويلي، چې دوى له ځانه او افغان ځواکونو څخه د دفاع په هدف ياد هوايي بريد په داسې حال کې ترسره کړ، چې وسله والو طالبانو د خلکو له کورونو څخه پر ګډو ځواکونو بريدونه کول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA