جمهور رييس محمد اشرف غني وايي، زرنج به د افغانستان دويم وچ ټرانزيټي او سوداګريز بندر وي او مقدماتي کارونه يې پيل شوي دي.
نوموړي دا څرګندونې په ارګ كې د نيمروز ولايت له مشرانو او مدني فعالانو سره د ليدنې په مهال وكړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په دې ليدنه كې نعمت الله صديق، محمد صديق چخانسوري او عبدالله نورزي د نيمروز د خلکو په استازيتوب خبرې وکړې.
هغوى وويل، د کمال خان دويم فاز کار بشپړ شوى او د خلکو د څښاک د اوبو ستونزه تر يوه حده هواره شوې ده.
دوى وړانديز وکړ، چې د نيمروز امنيت دې ټينګ شي، د کمال خان بند د درېيم فاز کار دې پيل شي، په دې ولايت کې د بندونو او سربندونو، د زرنج حلقوي سړک او د ورېښمو پله ترڅنګ د دويم پله جوړولو ته دې پاملرنه وشي.
جمهور رييس غني د هغوى د غوښتنو او وړانديزونو له اورېدو وروسته وويل، مسوولينو ته يې د ورېښمو پله ترڅنګ د دويم پل د جوړولو امر کړى، چې ډېر ژر به يې لومړني کارونه پيل شي.
هغه زياته کړه، کمال خان بند د نيمروز او افغانستان د خلکو ۴۰۰ کلنه هيله ده، چې ژر به پوره شي.
د نوموړي په خبره، په پام كې ده، چې د اورګاډي پټلۍ په ګډون نورې زېربنايي او انکشافي پروژې هم په نيمروز کې تطبيق شي.