د هرات ولايت په کشک کهنه ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په روانو تصفيوي عملياتو کې شپږو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالروف احمدي وايي، دغه تصفيوي عمليات تېره ورځ پيل شوي او په مهال يې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
احمدي زياتوي، په نښته کې يو ملي پوليس هم ټپي شوی دی.
د هغه په وينا، تراوسه په دې عملياتو كې د کشک کهنه ولسوالۍ ۱۰ کلي د طالبانو له شتونه پاک شوي او افغان ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.
احمدي وويل، دا عمليات به تر هغه وخته روان وي، چې ياده ولسوالي د وسله والو مخالفينو له شتونه پاكه شي.
په دغو عملياتو كې د وسله والو يو موټر سايکل او څلور كړۍ ماينونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.