ads

دا اونۍ له خوشال مومند سره

شاعر، سندرغاړی او ليكوال خوشال مومند ۲۵كاله وړاندې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې پرانستې دي.

نویسنده: The Killid Group
8 مرغومی 1395
دا اونۍ له خوشال مومند سره

شاعر، سندرغاړی او ليكوال خوشال مومند ۲۵كاله وړاندې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې پرانستې دي.
مومند چې د يوې مذهبي كورنۍ غړى دى، وايي چې قسمت هنرمند كړ: ((البته زه ميراثي هنرمند نه يم، د کورنۍ مشران مو مولويان، شيخان او ديني سټې تېرې شوې دي، خو زه په کې هنرمند شوى يم. د ښوونځي په دوره کې مې ترانې ویلې، په هېواد کې مو د جګړو او بدبختيو له کبله پېښور ته کډه وکړه، د شاه ولي او خیال محمد استاد سندرې مې اورېدې، د دوى غږونو به سکون راکاوه او پرله پسې به يې اورېدو ته تږى وم.))
مومنــد دینــي درسـونه هــم لوستــي، هغه د ۲۰۰۵ميلادي کال راهیسې له خپلې ژبې او خلکو سره د مینې له کبله شعر لیکلو ته مخه کړې، نوموړى وايي چې د هارون پاچا غونچه ګل په نوم پروګرام يې په رګونو کې پښتنه وینه په ولولو کړه: ((زما د سندرغاړي کېدو يو لوى سبب د هارون پاچا د سندرو اورېدل وو، د پاچا غږ و چې زه یې له سندرو سره د لېونۍ مينې په لور ټېله کړم، مینه مې ورسره پیدا شوه، خو د سندرو پیلول راته ډېره سخته خبره وه، هماغه وو چې په ۲۰۰۵ میلادي کال کې مې یوه ملګري د یوې سندرې په جوړولو کې مرسته راسره وکړه او سندره مې له خپرېدو وروسته ډېرو هېوادوالو خوښه کړه.))
مومند له هارون پاچا سره د لېونۍ مينې له کبله هڅه کوي چې ورسره وګوري او اړیکه ورسره ونیسي: ((زه د هارون پاچا مرید يم، هغه مې په ډېرو ستونزو د يوه ملګري په مرسته پيدا کړ، له دې مې خبر کړ چې مريد يې يم، هغه په دې ځان وياړمن وباله چې زه يې مريد يم، خو دا چې هغه په بهر کې دى، ژمنه يې راسره وکړه چې که پېښور او يا کابل ته راشي؛ نو خامخا به راسره وويني او د مرستې لاس به راکوي.))
مومند غواړي چې په خپل هنر سره خپل کلتور، دودونو او افغاني فرهنګ ته خدمت وکړي: ((هڅه کوم او دا مې هوډ دى چې خپل دروند قوم، دودونو، فرهنګ او خپلې وياړلې ژبې ته به خدمت کوم او نړيوالو ته به خپل اصيل افغاني فرهنګ ښيم.)) مومند وايي چې د هنر په برخه کې تر اوسه کوم چا او کومې ادارې مرسته نه ده ورسره کړې، يوازې ځينو رسنيو ځينو غونډو ته بللى دى. هغه زیاتوي چې د سندرو ويلو په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ شوى، خو تل يې د ستونزو پر وړاندې مبارزه کړې. دى وايي چې د ډېرو ستونزو له کبله له رواني تکليفونو سره هم مخ شوى دى: ((له کوره وشړل شوم، خپلو خپلوانو او کورنۍ مې مخ رانه واړاوه، يوازې له کورنۍ نه يم خپه، له رسنيو هم خپه يم، ځينې رسنۍ پښتو ته د خدمت چيغې وهي، خو زه ډېر ورنه خوابدى يم.))
مومند وايي چې په ننګرهار کې هم فرهنګ ته د خدمت په هدف ګڼې ادارې او فرهنګي څېرې شته، خو هېڅ ادارې او کس ورسره مرسته نه ده کړې، له ستونزو سره سره هم مومند تر اوسه شاوخوا سل سندرې ويلې دي.
مومند د سندرو تر څنګ شعرونه هم ليکي، نوموړى وايي چې د سندرو ډېرى شعرونه يې خپل دي. مومند شاعر او سندرغاړى د ټولنې سترګې بولي: ((شاعر او سندرغاړى د ټولنې سترګې دي، خو ځینې شاعران بیا داسې شعرونه ليکي چې ټولنه د ښه والي لور ته نه، بلکې د خرابۍ لور ته بيايي.))
مومند به په نږدې راتلونکې کې خپلو مينه والو ته د غزل يو البوم هم وړاندې کړي، هغه خپلو ټولو هېوادوالو ته پيغام لري چې له جګړو لاس واخلي او له يو بل سره د ورورولۍ، مينې او محبت ژوند وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA