په تاشکند کې نن د افغانستان او ازبکستان ګډه اقتصادي غونډه پرانيستل کېږي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خانجان الکوزى وايي، چې په دې غونډه کې په اقتصادي چارو کې د جمهور رئيس محمد اشرف غني د فوق العاده استازي محمد همايون قيومي په ګډون شل کسيز افغان پلاوى ګډون کوي.
د افغانستان او ازبکستان په ګډه اقتصادي غونډه کې پر ټرانزيټي ستونزو، سوداګرۍ او برېښنا خبرې کېږي.
دغه غونډه نن پيلېږي او دوه ورځې دوام کوي.
دا په داسې حال كې ده، چې تر دې وړاندې د ملي يووالي حكومت مشرانو له ازبكستاني چارواكو سره په ليدنو كې د كابل او تاشكند د اړيكو پر پراخوالي او د اقتصادي همكاريو پر زياتوالي ټينګار كړى دى.
په همدې حال كې د اقتصادي چارو پوهان وايي، د سيمې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيكو زياتېدل په دې هېوادونو كې د امنيت د ټينګښت او د دوى ترمنځ د سياسي اړيكو د پياوړي كېدو سبب كېږي.