ads

د زدهکوونکو د شمېر تر منځ ستر توپير، ولې؟

کومې شمېرې چې د پوهنې وزارت د اوسنیو چارواکو له لوري د زده کوونکو د شمېر په اړه وړاندې شوي دي، څرګندوي، چې د دغه وزارت پخوانیو چارواکو د ښوونځیو او زدهکوونکو په اړه ناسمې شمېرې رسنیو او خلکو ته ورکړي.

نویسنده: The Killid Group
5 مرغومی 1395
د زدهکوونکو د شمېر تر منځ ستر توپير، ولې؟

کومې شمېرې چې د پوهنې وزارت د اوسنیو چارواکو له لوري د زده کوونکو د شمېر په اړه وړاندې شوي دي، څرګندوي، چې د دغه وزارت پخوانیو چارواکو د ښوونځیو او زدهکوونکو په اړه ناسمې شمېرې رسنیو او خلکو ته ورکړي.
تېر ته په کتو د دولتي چارواکو د کار په تړاو د ملي یووالي حکومت په دوره کې نیوکې او انتقادونه زیات شوي. د منتقدینو په باور د تېر حکومت په چارواکو د نیوکو او انتقادونو یو علت ښايي دا هم وي، چې د ملي یووالي حکومت چارواکي د خپلو نیمګړتیاوو او سهل انګاریو د پټولو په خاطر پخواني چارواکي پړه او کم کاره معرفي کړي.
کومې شمېرې، چې د پوهنې وزارت پخوانيو چارواكو وړاندې كړې دي، د هغو له مخې څرګندیږي، چې د هېواد په ښوونځیو کې شاوخوا ۱۱ملیونه زدهکوونکي زدهکړې کوي.
مليونونه ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته د زده كړو د زمينې برابرول، د تېر جمهور رییس حامد كرزي د حكومت یوه ستره لاسته راوړنه بلل کېږي، خو دا چې تر كومې كچې د زدهكوونكو د شمېر په تړاو دقيقې شمېرې وړاندې شوې دي، بیا هغه عمده مورد دى، چې د دغه وزارت د اوسنيو چارواكو پام وراوښتى دی.
د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي وايي، وروستۍ څېړنې ښيي، چې په شاوخوا ۱۷زره ښوونځيو كې له ۶مليونه زيات زدهكوونكي شتون نه لري. د پوهنې وزير په دې ارتباط ویلي: (( د ۹مليونه زدهكوونكو له ډلې ۲۴په سلو كې يې دايمي غير حاضر دي او كه دا ۲۴په سلو كې له دې شمېرې وايستل شي، يوازې ۶ اعشاريه څو پاتې كېږي. دا كره شمېرې دي. د وزارت په ډيټابيس كې هغه وخت هم ۱۱ مليونه نه وو. په ډيټابيس كې يو څه وو او رسنيو ته بل څه وړاندې شوي وو)).
دا په داسې حال كې ده، چې د پوهنې وزارت پخوانيو چارواكو په ټول هېواد كې د زدهكوونكو شمېر ۱۱اعشاريه ۵ مليونه ښودلى و. له بل لوري د پوهنې وزارت پخواني مرستيال صديق پتمن څرګنده کړې، چې په دې ارتباط پخوا هم چارواکو ته خبر ورکول شوی دی. نوموړي ویلي: (( شاوخوا ۲ مليونه محرمان( هغه كسان چې نجونې تر ښوونځي پورې رسوي) د زده کوونکو له شمېرې سره شمېرل شوي وو. موږ هماغه وخت وويل، چې دغه شمېرې سمې نه دي، موږ نه وې تاييد كړې او خپل پيغام مو جمهور رييس او وزيرانو ته هم ورساوه، چې دغه شمېرې سمې نه دي. هغه بوديجه چې په دې كلونو كې وزارت ته وركول كېده هغه هم د ۱۱مليونه زدهكوونكو بوديجه نه وه)).
کومې نيوكې او انتقادونه چې اوس مهال د دغو شمېرو په اړه موجودې دي دا دي، چې د پوهنې وزارت له پخوا تر اوسه د فساد د مرکز په توګه پاتې شوی دى او حكومت نه بايد دغه وزارت چې له مهمو او بنسټيزو وزارتونو څخه دى، د فساد قرباني كړي.
ويل كېږي، چې د خيالي زده كوونكو او خيالي ښوونځيو له لارې خورا ډېرې پيسې د فساد كوونكو جېبونو ته تللې دي او له دې دركه د ښوونې او روزنې بهير ته سخت زيان رسېدلى. د جمهور ریيس غني د حكومتي چارواكو نيوكې په پخواني وزیر ډاکټر فاروق وردك دي، چې ګواكې د خپل وزارت پر مهال يې خيالي ښوونځي جوړ كړي او له دې لارې يې ډېرې پيسې ضایع کړي دي، خو لکه څنګه چې لیدل کېږي تر اوسه پورې نه حکومت کوم اقدام کړی او نه هم ښاغلي وردک له ځان څخه د دفاع په خاطر څه ویلي دي.
حتا اوس هم څرګنده نه ده، کومې شمېرې چې د پوهنې وزارت د چارواكو له لوري وړاندې شوي، سمې دي او كه نه؟ او كه يوازې غواړي دغو مسايلو ته په لمن وهلو سره خپلې نيمګړتياوې او کمزورۍ پټې كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA