ads

د کندوز ولايتي شورا: د هوا په ګرمېدو سره به کندوز بيا سقوط وكړي

د کندوز ولايتي شورا وايي، چې دولت تراوسه پورې په دې ولايت كې د وسله والو طالبانو په ضد تصفيوي عمليات نه دي پيل کړي او تر دې دمه لا طالبان د ښار په اړونده سيمو کې فعاله شتون لري.

نویسنده: The Killid Group
30 لیندۍ 1395
د کندوز ولايتي شورا: د هوا په ګرمېدو سره به کندوز بيا سقوط وكړي

د کندوز ولايتي شورا وايي، چې دولت تراوسه پورې په دې ولايت كې د وسله والو طالبانو په ضد تصفيوي عمليات نه دي پيل کړي او تر دې دمه لا طالبان د ښار په اړونده سيمو کې فعاله شتون لري.
د کندوز د ولايتي شورا رييس امرالدين ولي کليد سره په خبرو کې وويل، چې دولت تراوسه پورې د وسله والو طالبانو په وړاندې هېڅ ډول پلان نه لري.
ولي زياته کړه، که چېرته د ژمي موسم همداسې پرته له عملياتو تېر شي، نو د هوا په ګرمېدو سره به کندوز ښار يو ځل بيا له سقوط سره مخ شي.
خو په شمال ختيځ زون کې د ۸۰۸ سپين زر زون د پوليسو قوماندان لوى پاسوال شېر عزيز کامه وال وايي، چې دوى به د ژمي له موسم څخه ښه ګټه واخلي او د وسله والو په ضد به عمليات پيل کړي.
کامه وال زياته کړه، چې نور به لاس تر زنې نه کېني او عملي اقدام به کوي.
که څه هم هوا سړه ده، خو بيا هم وسله وال طالبان د كندوز ښار په اړونده سيمو کې د ملي او سيمه ييزو پوليسو پر پوستو وخت نا وخت بريدونه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA