ads

لغمان كې د شهيدانو پل چارې پيل شوې

د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ اړوند سيمه كې د کابل پر سيند د شهيدانو پل چارې نن پيل شوې.

نویسنده: The Killid Group
26 لیندۍ 1395
لغمان كې د شهيدانو پل چارې پيل شوې

د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ اړوند سيمه كې د کابل پر سيند د شهيدانو پل چارې نن پيل شوې.
د لغمان ولايت د رسنيو دفتر وايي، دغه پل، چې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د کليوالي لارو جوړولو د ملي پروګرام له انکشافي بوديجې تمويلېږي، ټولټال يو څلوېښت ميليونه، درې سوه دېرش زره او نهه سوه افغانۍ لګښت پرې راځي، چې سل متره اوږدوالى او دواړو غاړو ته د پليو لارو ترڅنګ ۹ متره پراخوالى لري.
د سرچينې په وينا، سربېره پر دې دغه موټر رو پل دواړو لورو ته (0.89) کيلو مټره د جغل سړک هم لري، چې چارې به يې د نږدې دوو کلونو په موده کې بشپړې شي.
سرچينه زياتوي، د شهيدانو پل په جوړېدو سره به نه يوازې دا چې په دغه سيمه کې د زرګونو کورنيو په تګ راتګ کې اسانتيا رامنځته شي، بلکې په امنيتي برخه کې به پر ځينو سهولتونو سربېره بادپښ ولسوالي د کابل – جلال اباد لويې لارې سره د ۱۶ کيلو مټرو په واټن کې ونښلول شي، په داسې حال كې، چې اوس ياده ولسوالي له مرکز مهترلام څخه د ۴۵ کيلو مټره په واټن کې لرې پرته ده او له مرکز نه په وخت رسيده ګي ورته د لارې د خرابوالي له كبله نه شي کېداى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA