د هرات ولايت په ادرسكن ولسوالۍ كې د يو مسافر وړونكي موټر د چپه كېدو له كبله يو تن وژل شوى او ۱۷ نور ټپيان شوي دي.
دا پېښه تېره شپه وروسته له هغې رامنځته شوې، چې يو فلاينكوچ ډوله موټر د زيات سرعت له كبله له سړكه وتلى او چپه شوى دى.
د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي كليد ته وويل، چې د درې تنو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
نوموړي زياته كړه، چې په ټپيانو كې له لسو زيات يې ښځې دي.
روغتيايي سرچينې وايي، هر كال د هېواد په لوېديځو ولايتونو كې د ټرافيكي پېښو له كبله سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوړي.