ads

هرات كې وحشي ژوي د له منځه تلو خطر سره مخ دي

د هرات د چاپېريال ساتنې رياست مسوولين وايي، چې په دې ولايت كې وحشي ژوي د له منځه تلو خطر سره مخ دي.

نویسنده: The Killid Group
23 لیندۍ 1395
هرات كې وحشي ژوي د له منځه تلو خطر سره مخ دي

د هرات د چاپېريال ساتنې رياست مسوولين وايي، چې په دې ولايت كې وحشي ژوي د له منځه تلو خطر سره مخ دي.
د هرات د چاپېريال ساتنې رئيس نصير احمد فضلي د دوشنبې په ورځ په يوه خبري غونډه كې وويل، چې د دې ولايت د ولسواليو په كچه كم پيدا كېدونكي ژوي په بې درېغه ډول ښكار او ګاونډيو هېوادونو ته قاچاق كېږي.
هوسۍ، خوګ، نقشي ورى، خاكي خرګوش او لېوه هغه ژوي دي، چې د هرات ولايت په غوريان، كهسان، كشك رباط سنګي او زنده جان ولسواليو كې ښكار كېږي.
د فضلي په وينا، د دغو ژويو ښكار سبب شوى، چې په هرات كې يې نسل كم شي.
هغه زياتوي، د الوتونكو او ژويو د اهميت په اړه د خلكو نه پوهاوي له كبله د هغوى نسلونه مخ په كمېدو دي.
د هرات د چاپېريال ساتنې ادارې مسوولين ټينګار كوي، چې د نورو اړوندو ادارو په همكارۍ به په دې ولايت كې د كمو پيدا كېدونكو ژويو د ښكار مخه ونيسي او له عاملينو سره به يې قانوني چلند وكړي.
د چاپېريال ساتنې د چارو پوهان وايي، که په هېواد کې د غير قانوني ښکار مخه ونه نيول شي، نو لرې نه ده، چې افغانستان د وحشي ژويو او ښکلو مرغانو ملي شتمني هم په بشپړه توګه له لاسه ورکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA