ads

غزني ولایتي شورا مشر: په غزني کې د ملي اردو یو شمېر سرتېري فزیکي حضور نه لري

د غزني ولایتي شورا وایي، په دې ولایت کې د ملي اردو په تشکيل کې ثبت۱۳۰۰سرتېري فزيکي حضور نه لري، خو په غزني کې د ملي اردو مسوولین بیا دا څرګندونې له غرضه ډکې بولي او ردوي یې.

نویسنده: The Killid Group
22 لیندۍ 1395
غزني ولایتي شورا مشر: په غزني کې د ملي اردو یو شمېر سرتېري فزیکي حضور نه لري

د غزني ولایتي شورا وایي، په دې ولایت کې د ملي اردو په تشکيل کې ثبت۱۳۰۰سرتېري فزيکي حضور نه لري، خو په غزني کې د ملي اردو مسوولین بیا دا څرګندونې له غرضه ډکې بولي او ردوي یې.
د غزني د ولایتي شورا مشر خالقداد اکبري دغه څرګندونې د امنیتي ځواکونو د وژل شویو سرتېرو له پاره د قرآنکریم د ختم په غونډه کې وکړې، چې د غزني د امنيې قومندانۍ له لوري جوړه شوې وه.
اکبري وایي، اوس مهال په غزني کې د ملي اردو د ۴زرهکسيز پرسونل له ډلې ۱۳۰۰تنه یې فزیکي حضور نه لري، هغه وايي: (( په غزني کې د ملي اردو ۱۳۰۰سرتېري او منسوبین غیر حاضر دي، حال دا چې په تشکیلاتو کې رسمیات لري او امتیازات هم اخلي او شته سرتېري بیا نه سم لباس لري او نه یې خوراک هغسې دی لکه څرنګه چې باید وي.)) نوموړی وایي، که مرکزي حکومت په غزني کې د ملي اردو د لوا په تشکیلاتو او رهبرۍ کې جدي اصلاحات رامنځته نه کړي، دغه ولایت له یوه سخت برخلیک سره مخ کېدونکی دی.
له بل لوري د غزني امنیې قومندان مل پاسوال امینالله امرخېل بیا په غیر مستقيم ډول د ملي اردو سرتېري د پولیسو په نه ملاتړ تورن کړل او خبرداری یې ورکړ که په دې برخه کې اصلاحات رامنځته نه شي، لوړو ادارو ته به شکایت وکړي او مسئله به له رسنیو او خلکو سره هم شريکه کړي. ((موږ پولیس له خاورې څخه د ساتنې په برخه کې هره ورځ قربانۍ ورکوو، خو هیله مو دا ده، هغه کسان هم خپل مسوولیت سم ادا کړي چې حکومت ورته ښه پوځي تجهیزات ورکوي، هغه که ملي اردو ده، که نور دي.)) امرخېل دغه راز پر خپله فېسبوک پاڼه هم له جزئیاتو پرته لیکلي چې دفاع وزیر دې په دې ولایت کې د ملي اردو د لوا له حال څخه ځان خبر کړي او یا دې د یادې لوا اړوند درنې وسلې پولیسو ته په اختیار کې ورکړي.
خو په غزني کې د ملي اردو د درېیمې لوا ویاند محمد حنیف رضایي بیا د ولایتي شورا د مشر او امنیې قومندان څرګندونې ردوي او هغه مغرضانه ګڼي. نوموړي کلید ته وویل: ((د ولایتي شورا د مشر څرګندونې، چې د ملي اردو ۱۳۰۰سرتېري غیرحاضر یا په اصطلاح خیالي دي په کلکه ردوم، هغه په کوم اساس او د کومو معلوماتو پر بنسټ خبر دی، چې زموږ ۱۳۰۰تنه منسوبین حضور نه لري؟ بله دا چې په ناامنه سیمو کې د ملي اردو سرتېري په هرو ۶ میاشتو کې یوه رخصتي لري.)) رضایي وایي، په غزني کې د ملي اردو ۴۲۸ تنه سرتېري او افسران حضور نه لري، چې د هغو ډېری یې يا په رخصتۍ تللي يا د نښتو او چاودنو له کبله ټپیان شوي: (( یو شمېر اوس مهال په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي او یو شمېر وژل شوي هم دي)).
د درېیمې لوا ویاند دغه راز وایي، په غزني کې د ملي اردو ځواکونو تل له پولیسو ملاتړ کړی. نوموړي په دې برخه کې د امنیې قومندان څرګندونې له حقیقت څخه لرې وبللې. رضايي وايي، چې د پولیسو په تشکیلاتو کې هم ګڼې ستونزې او قانوني خلاګانې شته، له دې کبله ښايي، چې امنیه قومندان لومړی د پولیسو په ليکو کې اصلاحات راولي: ((واغظ ولسوالۍ کې د پولیسو په تشکیلاتو کې ګڼ شمېر قانوني خلاګاني شته، چې موږ پرې خبر یو)).
غزني د هېواد په جنوب ختيځ کې پروت ستراتېژيک ولایت دی، چې د افغانستان مرکزي او ختيځې سيمې له جنوب سره نښلوي. دغه ولایت د حکومت د وسله والو مخالفينو له پاره هم ځانګړی اهمیت لري. ویل کېږي، د وسله والو طالبانو د کوټې شورا تر نیمایي ډېر غړي د دې ولایت اوسېدونکي دي. له دې کبله هم په دغه ولایت د حکومت د وسله والو مخالفينو تمرکز زیات دی، خو د دې پر وړاندې بیا وخت ناوخت د کورنیو چارو وزارت له لوري د دغه ولایت له پاره د پولیسو په تشکيلاتو کې کمښت راځي او ځينې وخت بیا د ملي اردو په ليکو کې هم له ستونزو او نيمګړتیاوو پرده پورته کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA