ads

غزني کې د روغتيايي رضاکارانو پر مټ د مور او ماشوم مړينه کمه شوې

روغتيايي چارواکي وايي، په غزني کې د روغتيايي رضاکارانو يا د ټولنې د صحي کار کوونکو د هلو ځلو په پايله کې د مور او ماشوم مړينه او د ګڼ شمېر ناروغيو کچه ټيټه شوې ده.

نویسنده: The Killid Group
20 لیندۍ 1395
غزني کې د روغتيايي رضاکارانو پر مټ د مور او ماشوم مړينه کمه شوې

روغتيايي چارواکي وايي، په غزني کې د روغتيايي رضاکارانو يا د ټولنې د صحي کار کوونکو د هلو ځلو په پايله کې د مور او ماشوم مړينه او د ګڼ شمېر ناروغيو کچه ټيټه شوې ده.
د غزني ولايت د عامې روغتيا د رياست مشرې ډاکټر ضيا ګل اسفندي تېره ورځ د دغه رياست لخوا د رضاکارانو د نړيوالې ورځې نمانځغونډې ته خبرو کې وويل، چې د(CHW) څانګې کار کوونکو يا روغتيايي رضا کارانو پر مټ توانېدلي، چې د دې ولايت په ډېريو لرې پرتو سيمو کې، چېرته چې روغتيايي مرکزونه نشته، ولسونو ته لومړني روغتيايي خدمات وړاندې او د روغتياپه برخه کې ورته عامه پوهاوی او لازم معلومات ورکړي، چې له کبله يې د ډېرو ناروغيو ترڅنګ د زېږون پرمهال د مور او ماشوم په مړينه کې هم خورا کموالی راغلی دی. (( د روغتيايي رضاکارانو پر مټ په لرې پرتو سيمو کې د خلکو پوهاوی ډېر شوی دی، کورنۍ تر ډېره ژر تر ژره خپل ناروغان په تېره بيا نسايي ولادي ناروغانې روغتيايي مرکزونو ته بيايي، تر څنګ يې حفظ الصحې او د ساري ناروغيو پر مهال اړينو ټکو ته هم د خلکو پام ډېر شوی، چې ورسره د ناروغيو ګراف هم ټيټ شوی دی)).
د هغې په وينا دمګړۍ غزني کې ۱۶۴۹ تنه ښځينه او نارينه روغتيايي رضاکاران فعاليت کوي. (( غزني کې موږ ۸۵۰ هېلت پوسټونه لرو، چې هر يوه کې يې دوه رضاکاران فعاليت کوي، چې له هغې ډلې ۷۹۹ تنه ښځينه او ۸۵۰ تنه يې نارينه رضاکاران دي)).
اسفنديه زياتوي، هڅې يې روانې دي، څو په غزني کې د (CHW) يا روغتيايي رضاکارانو شمېر نور هم ډېر کړی، څو يې پر مټ د روغتيايي مسايلو په اړه د خلکو پوهاوی او خدماتو ته يې لاسرسی پراختيا ومومي.
د ولايتي شورا غړي حميدالله سروري هم د روغتيايي رضاکارانو کړنې وستايلې او هيله يې څرګنده کړه، چې د ټولنې نور غړي هم خپل انساني مسووليت ته په کتو سره د رضاکارانو له ډلې سره يوځای شي. (( دا رضاکاران تر ډېره د خلکو له دودونو څخه خبر دي، تر څنګ يې د دوی خبرې په خپلو سيمو کې خلکو ته د نورو په پرتله منونکي دياو همدا وجه ده، چې اوس موږ په افغانستان کې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړينې په ګراف کې د ټيټوالي شاهدان يو)).
نوموړي له ديني عالمانو او د رسنيو له فعالانو څخه غوښتنه وکړه، څو د روغتيايي مسايلو په اړه د عامه پوهاوي په برخه له رضاکارانو سره مرسته وکړي او په وينا يې دغه چاره کولای شي د مهلکو ناروغيو د کموالي تر څنګ د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړينې کچه خورا ټيټه او حتا صفر ته را ښکته کړي.
بايد وويل شي، چې روغتيايي رضاکاران له مادي امتيازاتو پرته په لرې پرتو سيمو کې، چې هلته روغتيايي مرکزونه نشته، خلکو ته د روغتيا په برخه کې د عامه پوهاوي او په ځينو مواردو کې له ناروغانو سره لومړنۍ روغتيايي مرستې کوي.
د يادونې وړ ده، چې د ډسمبر درېيمه د رضاکارانو له نړيوالې ورځې سره سمون لري، چې دغه ورځ د نورې نړۍ تر څنګ هرکال د افغانستان په ډېريو ولاياتو کې هم د رضاکارانو په ستايلو سره نمانځل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA