ads

د افغانستان كركټ ملي لوبډلې د انګلستان لاينز په وړاندې لوبه وبايلله

انګلستان لاينز لوبډلې د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې ته په متحده عربي اماراتو کې په څلور ورځنۍ لوبه کې د ۴۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

نویسنده: The Killid Group
20 لیندۍ 1395
د افغانستان كركټ ملي لوبډلې د انګلستان لاينز په وړاندې لوبه وبايلله

انګلستان لاينز لوبډلې د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې ته په متحده عربي اماراتو کې په څلور ورځنۍ لوبه کې د ۴۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د انګلستان لاينز لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ كې ۲۷۹ او په دويمه كې ۲۱۰ منډې جوړې كړې.
په دويمه پاڼۍ كې راشد خان بې سارې لوبه وکړه او د انګلستان لاينز ۸ لوبغاړي يې وسوځول.
د دې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې هم راشد خان ښه ځلېدلى و او څلور لوبغاړي يې سوځولي وو.
د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې په خپل لومړي وار کې ۲۷۳ منډې جوړې کړې او دويم وار كې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۸ منډې جوړې كړې.
افغان لوبډله دغه څلور ورځنۍ لوبه د ۴۸ منډو په توپیر وبايلله.
د افغانستان لخوا په دغه لوبه کې جاوېد احمدي، احسان الله، رحمت شاه، افسر ځاځى، ناصر جمال، حشمت الله شاهدي، يمين احمدزى، کريم جنت، اصغر ستانکزى، راشد خان او محمد نبي شامل وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA