د فراه ولايت په بالابلوك ولسوالۍ كې د بهرنيو ځواكونو هوايي بريد كې ۱۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د فراه امنيتي چارواكي وايي، بهرنيو ځواكونو تېر ماښام په ياده ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو يو پټنځاى په نښه كړ.
د فراه د امنيه قوماندانۍ د وياند اقبال باير په وينا، په دې بريد نعيم مشهور په سيف الاسلام له خپلو ۱۱ ملګرو سره وژل شوى دى.
نوموړى زياتوي، سيف الاسلام په بالابلوك ولسوالۍ كې د تروريستي بريدونو او چاودنو د طراحانو له ډلې څخه و.
د باير په خبره، په ياد هوايي بريد كې د طالبانو دوه سراچه ډوله موټرونه هم له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.