ads

فروتن: تراوسه د بدخشان د هېڅ ولسوالۍ لاره نه ده تړل شوې

د بدخشان ولايتي چارواكي هغه راپورونه ردوي، چې ګواكې د واورې ورېدنې له كبله د دې ولايت د ځينو سرحدي ولسواليو لارې بندې شوې دي.

نویسنده: The Killid Group
17 لیندۍ 1395
فروتن: تراوسه د بدخشان د هېڅ ولسوالۍ لاره نه ده تړل شوې

د بدخشان ولايتي چارواكي هغه راپورونه ردوي، چې ګواكې د واورې ورېدنې له كبله د دې ولايت د ځينو سرحدي ولسواليو لارې بندې شوې دي.
مخكې يو شمېر رسنيو ويلي وو، چې د واورې ورېدنې له كبله د بدخشان د پنځو ولسواليو مواصلاتي لارې د خلكو پر مخ بندې شوې دي او د دې ولسواليو لسګونه اوسېدونكي نه شي كولاى د ولايت له مركز فيض اباد څخه خپلو اصلي سيمو ته لاړ شي.
د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن كليد ته وويل، تراوسه د دې ولايت د هېڅ ولسوالۍ لاره نه ده تړل شوې او اوس مهال بدخشان د پسرلي په څېر هوا لري.
فروتن زياتوي، كه چېرې د ژمي په موسم كې د واورې له كبله د ځينو سرحدي ولسواليو لارې بندې شي، محلي حكومت په ځانګړې توګه د كليو د بيارغونې او پراختيا رياست د دغو لارو د بيا پرانيستلو لپاره پلانونه لري.
دا په داسې حال كې ده، چې هر كال د بدخشان د شاوخوا لسو سرحدي ولسواليو لارې د واورې ورېدنې له كبله د مسافرو پر مخ تړل كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA