ads

پکتیا کې د ولس ملاتړ امنيتي ځواکونه پیاوړي کړي

د پکتیا ولایت ځايي امنیتي چارواکي وايي، د امنیت په ټينګښت کې د خلکو همکاري اړينه ده.

نویسنده: The Killid Group
15 لیندۍ 1395
پکتیا کې د ولس ملاتړ امنيتي ځواکونه پیاوړي کړي

د پکتیا ولایت ځايي امنیتي چارواکي وايي، د امنیت په ټينګښت کې د خلکو همکاري اړينه ده.
د دې ولایت امنیې قومندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ له کلید سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، د پکتیا خلکو له دوی سره د امنیت په ټينګښت کې مرسته کړې؛ له همدې کبله د دغه ولایت امنیت د نورو ولایتونو په پرتله ښه دی.
ځدراڼ زیاتوي، د ولس د همکارۍ تر څنګ په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو تر منځ همغږۍ هم د امنیت په ټينګښت کې مرسته کړې: ((کله چې امنیتي ځواکونه په خپل منځ کې همغږي ونه لري، امنیتي ستونزې ورسره ډېرېږي او په ښه توګه نه شي کولای، عملیات مخکې یوسي او امنیتي پلانونه پلي کړي.)) د پکتیا امنیه قومندان ټینګار لري، چې د ولس د همکارۍ او د امنیتي ځواکونو تر منځ د همغږۍ له کبله دوی په روان کال کې د حکومت د وسله والو مخالفينو سخت بریدونه په شا تمبولي او پلانونه یې شنډ کړي دي: (( د امنیتي ځواکونو تر منځ د همغږۍ له کبله مو ټول پلانونه په ښه ډول عملي شوي دي، په هره سيمه کې له یو بل سره په ښه ډول همکاري وجود لري، له همدې کبله مو تلفات هم کم شوي دي)).
ځدراڼ وايي، روان کال د حکومت مخالفينو د پکتیا ولایت له پاره بېلابېل پلانونه لرل او غوښتل یې ځينې ولسوالۍ سقوط کړي، څو خپل مرکزونه په کې جوړ کړي: (( د ولس بې درېغه همکارۍ او د امنیتي ځواکونو تر منځ همغږۍ د دې توان رامنځ ته کړ، چې مخالفینو ته په ټولو برخو کې ماتې ورکړو او دوی پرې نږدو چې خپلو اهدافو ته ورسېږي)).
له بل لوري د پکتیا امنیې قومندان تور لګوي، چې په ولسي جرګه کې د پکتیا ولایت استازي د پولیسو په چارو او ګمارنو کې لاسوهنې کوي او غیرقانوني غوښتنې لري.
خو نوموړی وايي، په خپل ټول توان د دغو لاسوهنو پر وړاندې درېدلی او اجازه یې نه ده ورکړې، چې پولیسي نظام ګډوډ شي او هر څوک په کې خپل کسان مقرر کړي.
د پکتیا امنیې قومندان وايي، کار یې اهل کار ته سپارلی او دغه ډول غوښتنې یې نه دي منلې، چې له مخې يې غیرقانوني ګمارنې ترسره کېږي: (( بستونه مو د شایسته سالارۍ د اصل پر بنسټ ډک کړي دي، که څه هم د بېلابېلو لورو له لوري که هغه قومي مشران وي یا وکیلان فرمایشونه راځي، خو موږ یوازې د قانون پر بنسټ استخدام کړي دي)).
ځدراڼ وايي، که څه هم په دغه ولایت کې د ښځينه پولیسو تشکیل ته سخته اړتیا لري او هڅې کوي، چې د پولیسو په لیکو کې د ښځو تشه ډکه کړي، خو د نوموړي په خبره، په دغه ولایت کې دوديز محدودیتونه د دې کار پر وړاندې خنډ دي: (( د ښځينه پولیسو د شمېر د زیاتوالي له پاره مو خورا ډېرې هڅې کړې او ټول امکانات مو په کار اچولي دي، خو په دې برخه کې ستونزې ډېرې دي، د دې ځای د دودونو له کبله خلک اجازه نه ورکوي، چې لورګانې یې پولیسو ته لاړې شي)).
په همدې حال کې د پکتیا ولایت مدني فعالان وايي، امنیتي چارواکي باید د هغو کسانو او کړیو نومونه ولس ته څرګند کړي، چې پولیسي نظام کې لاسوهنې کوي او اجازه نه ورکوي، چې ټولې ګمارنې په قانوني ډول ترسره شي.
دوی زیاتوي، که چېرې ځايي اداره په ګمارنو کې دغه ډول غوښتنو ته لبیک ووايي، له یوه لوري غیرمسلکي کسانو ته چارې سپارل کېږي او له بل لوري د ولس او حکومت تر منځ واټن رامنځ ته کېږي، چې هغه مهال بیا حکومت یوازې کېږي او د ولس له همکارۍ پرته دوام نه شي کولای.
د پکتیا امنیې قومندان داسې مهال په پوليسي نظام کې د وکیلانو او نورو سیاسي مشرانو د لاسوهنو خبره کوي، چې تر دې وړاندې د غزني ولایت امنیې قومندان هم له همدې ستونزې سر ټکولی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA