ads

له کندهاره سږ کال ۵۷۲۳ ټنه انګور پاکستان ته صادر شوي

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیرعبدالباقي بینا کلید ته وویل، چې سږ کال د کندهار د انګورو محصولات ډېر وو، خو که چېرې د انګورو د صادراتو پر مهال پاکستان د سپین بولدک ولسوالۍ سره نږدې پوله نه وای تړلې نو دغه صادرات به دوه برابره شوي وای.

نویسنده: The Killid Group
15 لیندۍ 1395
له کندهاره سږ کال ۵۷۲۳ ټنه انګور پاکستان ته صادر شوي

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیرعبدالباقي بینا کلید ته وویل، چې سږ کال د کندهار د انګورو محصولات ډېر وو، خو که چېرې د انګورو د صادراتو پر مهال پاکستان د سپین بولدک ولسوالۍ سره نږدې پوله نه وای تړلې نو دغه صادرات به دوه برابره شوي وای.
بینا زیاتوي دا مهال یوازې پاکستان ته د انګورو صادرات لري او په دې لټه کې دي، چې نورو هېوادونو ته د هوا له لارې صادرات پیل کړي.
ورته وخت کې د کندهار د تازه مېوې د کميسيون مشر حاجي نانی بیا وايي، که دولت ورته سړې خونې جوړې کړي، نو بیا به نه اړکېږي، چې انګور او نوره تازه مېوه په پاکستانیو سړو خونو کې وساتي.
نوموړی وايي، سږکال به يې د انګورو صادارات یو په دوه وای، که چېرې د پاکستان پوله د انګورو د صادراتو پرمهال شل ورځې نه وای تړل شوې.
نانی زیاتوي، اوس مهال انګور یوازې پاکستان ته صادروي، که چیري دولت د هوا له لارې یوه چاره ورته وسنجوي، نو د پاکستان پرځای به نړیوالو مارکېټونو ته لار پیداکړي او هر کال به يې انګور بې ځایه نه خرابېږي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیرعبدالباقي بینا وايي، هر کال د کندهارۍ مېوې د صادراتو څخه دوه میاشتې مخکې په کندهار کې د پاکستان له کونسلګرۍ سره ناسته کوي او هغوی ورسره ژمنې کوي، خو د صادراتو پرمهال بیا یوه ستونزه پیدا شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA