د لغمان ولايتي چارواکي وايي، تېره ورځ يې ددغه ولايت ۱۵۰۰ کروند ګرو ته يې د اصلاح شوي تخم او کيمياوي سرې د وېش لړۍ پيل کړه.
د لغمان ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د کرنې او اوبو لګونې رياست له لوري د دغه ولايت د مرکز او ولسواليو ۱۵۰۰ بزګرو ته يې ۷۵ مټريک ټنه د غنمو اصلاح شويو تخمونو او ۱۵۰ مټريک ټنه کيمياوي سرې د وېش لړۍ پيل کړه.
خبرپاڼه وايي، ياد سهم په مرکز او ولسواليو کې د کرنيزو ځمکو په نظر کې نيولو سره د درې ګوني هيئت تر څار لاندې تقسيم بندي شوی و، چې د مرکز په کروندګرو ۲۵ ټنه اصلاح شوی تخم او ۵۰ ټنه يوريا، د قرغيو له پاره ۱۹ ټنه اصلاح شوی تخم او ۳۸ ټنه يوريا، د الينګار له پاره ۱۶ ټنه اصلاح شوی تخم او ۳۲ ټنه يوريا او دغه راز د اليشنګ له پاره ۱۵ ټنه اصلاح شوی تخم او ۳۰ ټنه يوريا په کروندګرو ووېشل شوه.
سرچينه وايي، هڅه کوي چې روان کال له بزګرو سره د يو شمېر نورو توکو مرسته هم ترسره کړي، چې دوی د نشه يې توکو له کښت څخه لاس په سر شي.