ads

د سيمه یيزې موسیقۍ لاروی

نورالله وفا له اتو کلونو را په دې خوا سندرې وايي، خو تر هغې وړاندې يې پنځه کاله طبله وهلې او ګڼ ماښامونه یې رنګين کړي دي. وفا درويشت کاله وړاندې يعنې په ۱۳۷۲لمريز کال د کابل په چهاردهي کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. نوموړی وايي چې په ماشومتوب کې يې له سندرو سره بېکچې مينه لرله: ((مشر ورور ته به مې ويل چې زه هم سندرې وايم، خو هغه به ويل چې زه درس باید ووايم، پلار مې هم په دې خوشاله و چې موږ سندرې نه، بلکې زدهکړې وکړو، خو زموږ قسمت به په سندرو کې و.))

نویسنده: The Killid Group
10 لیندۍ 1395

وفا وايي چې د سيمهييزو سندرو اتل فيض کاريزي يې چې ټول هېواد يې پېژني، د ترور زوی دی او د هغه سندرې يې تر ټولو ډېرې خوښې دي: ((د کاريزي غږ مې بېکچې خوښ و، د هغه هره سندره به مې له ځان سره زمزمه کوله، کله کله به ملګرو راته ويل چې زه له فیض کارېزي ښې سندرې وايم. کاريزي به هم کله کله زما زمزمې اورېدې او هڅولم به يې چې سندرې ووايم.))
وفا زیاتوي، اته کاله وړاندې له فیض کاريزي سره يوه محفل ته تللی و چې طبله وغږوي، خو په دې محفل کې د لومړي ځل له پاره سندره وايي: ((محفل تود روان و چې يو وخت کاريزي غږ راباندې وکړ، ويل يې وفا راشه يوه سندره ووايه، هلته مې د (مسافر ای مسافر ای مسافر، مکو سفر که عمرت میشه اخیر) سندره وويله، خلکو تر ډېره لاسونه راته وپړکول او ډېر يې وهڅولم، کاريزي هم راته وويل چې زه ښې سندرې ویلای شم، نو همدا مې د سندرو پيل شو.))
وفا د کابل په شور بازار کې د ((اب ریحان)) ليسه تر اتم ټولګي پورې لوستې ده. نوموړی شاعر هم دی او په خبره یې د خپلو ډېرو سندرو شعرونه يې خپله جوړ کړي.
وفا د طبلې تر څنګ ارمونيه، او رباب هم ښه غږولی شي، نوموړي تر اوسه له سلو زیاتې سندرې ويلې دي چې ټولې غږيزې دي، تر اوسه يې کومې سندرې ته کلېپ نه دی جوړ کړی: ((دوو سندرو ته کليپونه جوړوو چې اوس تر کار لاندې دي او ژر به د ټلويزيون په پرده راښکاره شي.))
نوموړي د ښو سندرو د ويلو له کبله له ملي راډيو- ټلويزيون څخه ستاينليک هم اخستی. هغه له خپل فعاليت او خپل هنر خوشاله دی، هڅه کوي چې اولادونه يې هم سندرغاړي شي: ((درې زامن او يوه لور لرم، مشر زوی مې ۱۳کلن دی چې اوس په نهم ټولګي کې زدهکړې کوي، دويم زوی مې اوس په اووم ټولګي کې دی، هغه لږ لږ سندرې وايي او کشر زوی مې په پنځم ټولګي کې درس وايي. دوی ټول هڅوم چې سندرغاړي شي او خلکو ته ښکلې سندرې وړاندې کړي.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA