ads

د کندوز ولایتي شورا : حکومت په کندوز کې د عملیاتو پلان نه لري

د کندوز ولایتي شورا وایي، چې محلي حکومت په کندوز کې د عملیاتو پلان نه لري.

نویسنده: The Killid Group
9 لیندۍ 1395
د کندوز ولایتي شورا : حکومت په کندوز کې د عملیاتو پلان نه لري

د کندوز ولایتي شورا وایي، چې محلي حکومت په کندوز کې د عملیاتو پلان نه لري.
د کندوز ولایت د ولایتي شورا ریس امرالدین ولي او د یادې شورا مرستيال توریال کاکړ وایي، دولت باید په کندوز کې د ژمې په رارسیدو سره د وسله والو طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي وای، خو داسې ښکاري چې تراوسه په ياد ولايت کې د چاڼیزوعملیاتو له پاره هېڅ پلان نه لري .
د کندوز ولایتي شورا زیاتوي، چې اوس هم د کندوز د لویو لارو امنیت خوندي نه دی او هره ورځ وسله وال طالبان د کندوز تخار د لویې لارې په اوږدو کې سړک ته راوځي او موټر دروي.
خو په شمال ختیځ زون کې د ۸۰۸ سپین زر زون د پولیسو قومندان لوی پاسوال شیرعزیز کامه وال د ولايتي شورا دا ادعا ردوي او وايي، له مرکزه ورته امر شوی تر څو په کندوز کې د ژمي سړې هوا څخه په ګټه اخیستې، د وسله والو طالبانو پر ضد پوځي عملیات پیل کړي .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA