ads

نن د تركمنستان – اقينه اورګاډي پټلۍ پرانيستل كېږي

ټاكل شوې د افغانستان او تركمنستان جمهور رييسان نن د “اتامراد – امام نظر او اقينه” د وسپنې پټلۍ رسماً پرانيزي.

نویسنده: The Killid Group
8 لیندۍ 1395
نن د تركمنستان – اقينه اورګاډي پټلۍ پرانيستل كېږي

ټاكل شوې د افغانستان او تركمنستان جمهور رييسان نن د “اتامراد – امام نظر او اقينه” د وسپنې پټلۍ رسماً پرانيزي.
مسوولين وايي، دغه پټلۍ له ترکمنستانه پيل شوې او درې نيم کيلو مټره د افغانستان په خاوره کې د اقينې تر بندره غځېدلې ده.
د دې پټلۍ لومړني کارونه په ۲۰۱۳ کال کې پيل شول.
د فوايد عامې وزارت وياند مهدي روحاني وايي، د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان د اورګاډي پټلۍ ۶۳۵ کيلو مټره اوږدوالى لري، چې درې نيم کيلو مټره د افغانستان په خاوره کې جوړه شوې ده.
د اقتصادي چارو کارپوهان دا تړاو ګټور بولي او وايي، د دې پټلۍ جوړېدل د ټرانزيټ لنډه او ارزانه لاره وړاندې كوي.
د دوى په وينا، افغانستان د سيمې په کچه هغه هېواد دى، چې د اورګاډي کمې پټلۍ لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA