په هلمند کې د وروستيو جګړو او ناامنيو له كبله د۱۶پروژو کارونه په ټپه درېدلي دي.
د دې ولايت د اقتصاد رئيس محمد خان نصرت وايي، چې يادې پروژې د عامې روغتيا، كرنې او کار او ټولنيزو چارو رياستونو اړوند وې، چې د مرکز لښکرګاه ښار ترڅنګ په ځينو ولسواليو کې يې د پلي کېدو چارې پيل شوې وې.
د هغه په وينا، که چېرې دغه پروژې پلې شوې واى، نو ډېرو خلكو ته به د کار زمينه برابره شوې واى.
په ورته وخت کې بيا د هلمند د ولايتي شورا غړي او مدني فعالان وايي، وروستيو ناامنيو نه يوازې په دې ولايت کې د پروژو د پلي کېدو مخه نيولې، بلکې د عامو خلکو ژوند يې هم له ګواښ سره مخ کړى دى .
دوى زياتوي، که چېرې د هلمند ټولې ولسوالۍ د حکومت تر حاکميت لاندې رانه وستل شي، نو په دې ولايت كې به يوه پروژه هم پلې نه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرې يوې نيمې مياشتې راهيسې د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په درېيمې او دويمې امنيتي حوزو او يو شمېر نورو سيمو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړې روانې دي.