په دې ليدنه کې دواړو لورو د ګڼو نورو موضوعاتو ترڅنګ په ۲۰۱۸ کال کې د نويو لوبو په اړه، چې د ۲۰۱۷ کال له لوبو وروسته به ترسره کېږي، مفصلې خبرې وکړې.
نسيم الله دانش وايي، چې په ۲۰۱۸ کال کې به د ويسټ انډيز د کرکټ ملي لوبډله په هند يا متحده عربي اماراتو كې د افغانستان مېلمنه وي.
د نوموړي په وينا، دوى غواړي چې تر ۲۰۲۰ کال پورې د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د كركټ لوبې برابرې كړي.
نوموړى زياتوي، چې دا ځل به د کريبين پريمير ليګ په نوم د كركټ ۲۰ اوريزو سياليو ته، چې هر كال په ويسټ انډيز كې ترسره كېږي، افغان لوبغاړي هم واخيستل شي.