ads

د ننګرهار په روداتو کې به د پنځوس بستریز روغتون چارې پیل شي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، ډېر ژر به د روداتو په ولسوالۍ کې د پنځوس بستریز روغتون د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شي.

نویسنده: The Killid Group
7 لیندۍ 1395
د ننګرهار په روداتو کې به د پنځوس بستریز روغتون چارې پیل شي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، ډېر ژر به د روداتو په ولسوالۍ کې د پنځوس بستریز روغتون د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ په مشرانو جرګه کې د ننګرهار استازي لطف الله بابا په مشرۍ د هسکې مېنې، روداتو او کوټ ولسوالیو قومي مشرانو د ننګرهار له والي سره په ناسته کې د پیوې کنډو په سیمه کې د نوي پنځوس بستریز روغتون د جوړېدو په چارو کې له حکومت سره هر ډول همکاري ژمنه وکړه.
خبرپاڼه وایي، د یادو درېیو ولسوالیو د اوسېدونکو روغتیایي ستونزو د حل په موخه به یو بل روغتون د جوړېدو چارې هم ډېر ژر د روداتو ولسوالۍ د پولیسو اکاډمۍ ترڅنګ پیل شي.
سرچینه زیاتوي، د پیوې کنډو په سیمه کې نوی جوړېدونکی روغتون به د ۶۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت په اساسي ډول جوړ شي، چې بېلا بېلې روغتیایي څانګې به ولري.
د ننګرهار روداتو، هسکې مېنې او کوټ ولسوالیو قومي مشران په داسې حال کې د نوي پنځوس بستریز روغتون د جوړېدلو په چارو کې د همکارۍ خبره کوي، چې له دې وړاندې یو شمېر خلکو له کلید سره په خبرو کې دا ویلې و، چې په لوی لاس په ملي شورا کې د ننګرهار ځیني استازي د روغتون د جوړېدو د ځای بدلون په هلکه د چارو خنډ ګرځېدلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA