ads

غزني کې د درېیو ولایاتو ترمنځ د هاشورافو (HFC) سیالۍ ترسره شوې

په غزني کې لومړي ځل له پاره د درېیو ولایاتو د ورزشکارانو ترمنځ د هاشورافویا(HFC) څانګې رسمي سیالۍ د دغه سازمان د ۴ مسوولینو په حضور کې د قفس په منځ کې ترسره او د غزني په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

نویسنده: The Killid Group
15 لړم 1395
غزني کې د درېیو ولایاتو ترمنځ د هاشورافو (HFC) سیالۍ ترسره شوې

په غزني کې لومړي ځل له پاره د درېیو ولایاتو د ورزشکارانو ترمنځ د هاشورافویا(HFC) څانګې رسمي سیالۍ د دغه سازمان د ۴ مسوولینو په حضور کې د قفس په منځ کې ترسره او د غزني په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ پرون د جمعې په ورځ سهار پیل او مازدیګر ناوخته پای ته ورسېدې، چې سلګونو کسانو یې له نږدې ننداره وکړه.
د غزني ولایت د المپیک مشر باچاخان هزبر کلید ته وویل، چې دغه سیالۍ دغزني، کابل او بلخ د هاشورافو کارانو ترمنځ د دغه ورزش د ترویج او پرمختیا او د ورزشکارانو د پرمختګ په موخه ترسره شوې.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغو سیالیو په پای کې د غزني ورزشکارانو د اتلولۍ او د غوره فایټر کپونه خپل کړل. (( په دې سیالیو کې له غزني څخه ۱۲، له کابل څخه ۹ او له مزار څخه هم ۹ ورزشکارانو ګډون کړی وو)).
هزبر وایي، چې نوي کال ته یې هم پلانونه تر لاس لاندې دي، څو د نورو ولایاتو د ورزشکارانو په ګډون غزني کې د هاشورافو معیاري سیالۍ د(HFC) سازمان په همکارۍ پيل کړي.
د یادونې وړ ده، چې هاشورافو یا(HFC) د فري فایټ ورزشونو له ډلې څخه ده، چې په چېلنجي توګه ترسره کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA