ads

د کاپیسا د الوبخارا حاصلاتو ګټه کړې

د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د الوبخارا مېوې بڼوال وايي، د تېر کال په پرتله د دې مېوې بیه خورا ډېره لوړه شوې او دوی ته یې ښه ګټه کړې ده.

نویسنده: The Killid Group
15 لړم 1395
د کاپیسا د الوبخارا حاصلاتو ګټه کړې

د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د الوبخارا مېوې بڼوال وايي، د تېر کال په پرتله د دې مېوې بیه خورا ډېره لوړه شوې او دوی ته یې ښه ګټه کړې ده.
دا بڼوال وايي، تېر کال د الوبخارا بیه دومره ټیټه وه، چې ګڼ شمېر کسانو خپل باغونه وویستل.
د تګاب ولسوالۍ د سینزیو سیمې اوسېدونکي او بڼوال خیرالله کلید ته وویل، تېر کال د یو من الوبخارا بیه ۳۰۰ افغانۍ وه، خو اوس په ۸۰۰ افغانۍ پلورل کېږي: ((سږ کال د الوبخارا بڼوال اندېښمن وو، چې ښايي د افغانستان او پاکستان د اړیکو په خرابېدو سره د دغې مېوې بیه نوره هم راولوېږي، خو د دې پر خلاف موږ ښه ګټه ترلاسه کړه)).
له بل لوري د دې ولسوالۍ اوسېدونکی او بڼوال حاجي لطف الله وايي، تېر کال یې په پنځه منه ځمکه د الوبخارا باغ درلود، خو ویېکاږه، ځکه ګټه یې نه لرله: (( خو خبر نه وم، چې د الوبخارا بیه به دومره لوړېږي، پاتې باغونو مې ډېره ګټه وکړه؛ اتیا منه الوبخارا مې وچ کړل، ۹۰ زره افغانۍ شوې، اوس په هغه له منځه وړي باغ خفه یم)).
د تګاب اوسېدونکي وايي، تېر کلونه به بڼوال په سوداګرو پسې ګرځېدل، خو سږ کال سوداګر په بڼوالو پسې ګرځي او په خورا لوړه بیه الوبخارا پېري، بیا یې پاکستان ته وړي او هلته یې پلوري یایې هم د پاکستاني سوداګرو له پاره پېري او بیا ترې خپل کمېشن اخلي.
په همدې حال کې د ضیاالله په نوم د الوبخارا یو تن سوداګر کلید ته وویل، دوی که دغه مېوه په نغدو پیسو له بڼوالو اخلي، نو شاوخوا سل افغانۍ ارزانه ورته پرېوځي، خو که یې په قرض اخلي بیا یې بیه لوړه وي: ((دا الوبخارا په موټر کې جلالاباد ښار ته وړو، هلته سرایونه معلوم دي، هغوی يې خپل موټر کې باروي، د یو کرېټ په سر ۴۰۰افغانۍ اخلي، نور ټول لګښت یې د هغوی پر غاړه دی او پېښور ته یې وړي، سږ کال یې هلته هم بازار ښه دی او په ښه بیه پلورل کېږي)).
له بل لور د تګاب اوسېدونکي وايي، د دغې مېوې د پروسس او بستهبندۍ له پاره د حکومت له لوري د دوی لاسنیوی او ملاتړ نه دی شوی. دوی دغه راز ټینګار لري، چې د خپلو مېوو له پاره سړې خونې هم نه لري او که ژر د خپلو باغونو تولید ونه پلوري خرابېږي.
دوی وايي که د دولت له لوري سړې خونې ورته جوړې شي؛ نو مېوه به یې تر څه وخت ساتلو وروسته ډېره ګټه وکړي.
په همدې حال کې د کاپیسا د کرنې او مالدارۍ رییس عبدالوهاب نسیمي وايي: (( د وچو او تازه مېوو له پاره کوم اساسي کار نه دی شوی، خو د کاپیسا په مرکز کې د انګورو او مميزو په هدف په ځینو سیمو کې یو څه کارونه شوي، چې هلته خپلې مېوې تر ډېره وخته وساتي)).
تګاب د کاپیسا ولایت جنوبي ولسوالۍ ده، چې د الوبخارا تر څنګ یې بېدانه انار هم ښه نوم او شهرت لري.
د کرنې چارو د پوهانو په باور، که د کرنې وزارت او نور اړوند سکټورونه د افغانستان باغدارۍ ته په سم ډول کار وکړي او د مېوو او پروسس، مارکېټ او صادراتو په برخه کې ځانګړي پروګرامونه ترلاس لاندې ولري، شونې ده، چې یوازې مېوې هم په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان نوم لوړ وساتي او له دې درکه له نورو هېوادونو سره تر یوې کچې د تجارت بېلانس مراعات شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA