ads

كابل راګ راډيو

د کابل راګ راډیو د FM پر108 څپو خپرونې لري. په افغانستان او د سیمې په کچه( مرکزي آسیا، ایران، د آسیا په جنوب او د خلیج د څنډې هېوادنو) یوازینۍ راډیويي شبکه ده چې د اوونۍ په اوو ورځو کې ۲۴ ساعته خپرونې او د راګ موسیقۍ د رواجولو لپاره هڅه کوي. د کابل […]

نویسنده: The Killid Group
12 لړم 1395
كابل راګ راډيو

د کابل راګ راډیو د FM پر108 څپو خپرونې لري. په افغانستان او د سیمې په کچه( مرکزي آسیا، ایران، د آسیا په جنوب او د خلیج د څنډې هېوادنو) یوازینۍ راډیويي شبکه ده چې د اوونۍ په اوو ورځو کې ۲۴ ساعته خپرونې او د راګ موسیقۍ د رواجولو لپاره هڅه کوي. د کابل د راګ راډیو فعالیت یو کال مخته پیل شوی او د سږکال د نوروز د جشن پرمهال چې د ۲۰۱۰ میلادي کال له مارچ سره سمون لري، رسما افتتاح شوه.

د دغې شبکې د جوړېدو فکر په لومړي سرکې د ملک زیمر ذهین او د شهیر احمد ذهین چې د افغانستان لپاره د بشري او انکشافي خدماتو د موسسې رئیس دی او د کلید ګروپ له لوري وړاندې شو، څو له هغه طریقه د راګ موسیقي په خپله او هم یې ماشومان د افغانستان په دننه کې له کورنیو څپو واوري.

د شبکې له جوړېدو وروسته، دغې شبکه په حاضر حال کې په افغانانو او بهرنیو کې ډېر اورېدونکي پیدا کړي دي.

مېرمن ملک او ښاغلی شهیر باورمن دي، چې موسیقي او هنر، ان د راګ موسیقي، د افغانستان د پرمختیا او سولې لپاره لازمي عنصر دی او خلک سوله ییز ژوندانه ته هڅوي.

د خوښۍ ځای دی، چې دا شبکه د افغان زلمیانو له لوري، چې د Kabul Dreams یا (د كابل خوبونه) د ګروپ غړي دي، اداره کیږي.

د افغانستان لپاره د بشري او انکشافي خدماتو موسسه او کلید ګروپ ویاړي، چې په دې وروستیو کې یې د Kabul Dreams د ډلې یو کنسرت پر لاره واچوه او د دغې ډلې له لومړنۍ سي ډي یې د I Wanna Run Away” تر سرلیک لاندې ملاتړ وکړ او هغه یې خپره کړه.

بنا د کابل راګ راډیو هڅه کوي، چې د راګ موسیقۍ نور ډولونه په افغانستان کې دننه د راډیويي څپو له لارې د اورېدونکو په واک کې ورکړي او د دغې برخې له هنرمندانو څخه د هېواد په دننه او بهر کې ملاتړ وکړي.
په راروانو میاشتو او راروان کال کې به موږ هڅه وکړو، چې د دغې شبکې خپرونې نورې هم باکیفیته کړو او د راګ موسیقۍ د مخینې او ماضي په اړه بېلابېلې خپرونې نشر کړو. موږ به همدارنګه هڅه وکړو، چې د پاکستاني، د خلیج د څنډې د هېوادونو، منځني ختیځ او د اسلامي نړۍ د هنرمندانو سندرې د بیان له آزادۍ څخه د ملاتړ په برخه کې چې له نوښت څخه برخمنې دي او ځوان نسل ویلي دي، راټولې او خپرې کړو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA