د دې ګروپ د مشرتابه پلاوي سياست د يوه اساسي مفهوم پر شاوخوا راڅرخي:
دا چې افغانان په خپله د خپل هېواد مالكان واوسي، خلک حق لري چې معلومات ولري او د هغوی غوښتنو ته ځواب وویل شي.دا كار د يوې ښې حكومتدارۍ، حساب وركونې او روڼتيا لپاره اساس دی.
د دغه مفهوم د تحقق موندنې په هدف، موږ د کلید ګروپ له ځانګړې تګلارې، چې په باکیفیته، خلاقې، مستندې او په موقع او سمې ګزارش لیکنې متمرکزه دی، کار اخلو.
كليد ګروپ د DHSA د اداري او حقوقي چوكاټ تر نظر لاندې كار كوي.
له ۱۹۹۲ ميلادې كال را په دېخوا DHSA د نړیوالو او سیمه ییز ټولنو سره د يوه بااعتماده شريك په توګه فعاليت كوي.
د DHSA موسسه په پنځو عمده برخو كې كار كوي:
– ټولنيزه رسنۍ (كليد ګروپ)
– بشري خدمتونه (د نړیوالې ټولنې له كمیشنرۍ سره د هېواد په شمال كې د مهاجرينو لپاره د سرپناه جوړولو په برخه كې همكاري)
– ښوونه ( په خوست او دايكنډي كې د ښوونكو لپاره د چټكو زده كړو او د ښوونكو د روزنې پروژې)
– فرهنګي ميراثونه ( د تاريخي زيرمو بيارغونه او د موسيقۍ د محفلونو جوړول )
– د چاپيريال ساتنه ( د ټولنيزو ر سنيو څخه د استفادې له لارې)
د كليد ګروپ ماموریت
د محلي راډيوګانو، چاپي رسنيو او د ملي او نړيوالو مؤسسو په مرسته د خپرونو د توليد له لارې د عامه خلكو لپاره د معلوماتو د برابرولو او د پوهاوي د زياتولو په برخه كې همكاري.
كليد ګروپ په ۲۰۰۲ كال كې د امريكا د متحده ايالاتو د پراختيايي ادارې او د اروپا د كميسیون په ملاتړ را منځته شو.
د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۶ كلونو ترمنځ يادو مؤسسو په دې اداره كې د ظرفيتونو د لوړاوي په موخه نوره پانګونه وكړه.
نن كليد ګروپ د رسنيزو او سوداګریزو قراردادونو په پلي كولو په ځان متكي شوى دى او لاسته راغلي عوايد د ادارې د پراختيا او ظرفيت د لوړېدو لپاره مصرفيږي.
كليد ګروپ په ۱۰ ولايتونو كې ۱۱ راډيويي استیشونونه لري او ترڅنګ يې د عامه اړيكو د پراختیا او د چاپ مركز هم لري.
• د راډيويي رسنيو برخه
• د مجلې او كتابونو د چاپ برخه
• د راډيو له لارې عدالت ته د رسېدو غوښتنه
د كليد راډيو
كليد راډيو په ټول افغانستان كې د پراختيا په حال كې ده.
د كليد راډيو دستګاوې د کابل، هرات، ننګرهار، کندهار، بلخ، خوست، غزني، کندز، بغلان او نیمروز په ولايتونو كې فعاليت كوي.
د كليد راډيو خپرونې ټولنيز اهداف لري او فرهنګي، سياسي، انكشافي، ښوونیزې، خبري، تفريحي او همدارنګه د موسيقۍ خپرونې په ټول افغانستان كې د مليونونه تنو غوږونو ته رسوي.
د كليد راډيو عام ګټې خپرونې او اعلانات په افغانستان کې نورو سیمه ییزو راډیوګانو ته د خپرولو لپاره ورکول کیږي، څو د نورو ولایتونو خلک هم ترې برخمن شي.
په داسې یوه سیاسي چاپېریال کې، چې مخکې په کې رسنۍ یا د دولت په کنټرول کې وې او یا به د رسنیو فعالین ځپل کېدل، له جګړې څخه د سولې پر خوا د کلید ګروپ وده د پام وړ ده او د هغو ډلو سره همکار پاتې شوی، چې سولې ته یې د رسېدو او د یوې خپلواکې ټولنې د رامنځته کېدو لپاره هڅې کړي.
د کلید ګروپ لوستونکي او اورېدونکي د نفوس او جغرافیا له نظره پراخ دي. همدارنګه كليد ګروپ په ولایتونو كې ۲۸ راډيوګانو سره همكاري او د دوى ملاتړ كوي.
همدارنګه كليد ګروپ د لومړي ځل لپاره په كابل كې د موسيقۍ لپاره د راګ راډيو بنسټ كېښود.
اوونيزې
كليد ګروپ په افغانستان كې په لوړه کچه د اوونیزو د چاپولو ویاړ لري. كليد اوونیزه او مرسل اوونيزه چې په ځانګړي توګه د ښځو لپاره ده په هېواد کې په لوړ تیراژ خپرېدونکي اوونیزې دي.
دا دوه اوونيزې هره اوونۍ د افغانستان په ۳۴ ولایتونو كې د خلكو تر لاسونو رسول كيږي او د افغان ملت لپاره د معلوماتو په رسولو او د زده كړې په برخه كې يوه ښه منبع ده.
په هېواد كې د كتابتونونو كمښت او د خپرنيزو غرفو نشتوالى د كليد ګروپ د اوونيزو په اهميت كې ستره ونډه لري.
عامه اړيكې:
له ۲۰۰۲ كال را په دېخوا تراوسه كليد ګروپ د نړیوالو، ملي او محلي ادارو سره د يوه بااعتماده او اغېزناک شريك په توګه كار كړی.
كليد ګروپ تر اوسه په لسګونو ټولنيز كمپاينونه، ټولګټي اعلانات، ژوندۍ خپرونې، ګردي مېزونه او ځانګړې اوونيزې چاپ كړې دي.
د كليد ګروپ چاپي او غږيز موضوعات لكه كورنی تاوتريخوالی، د ايډز خپرېدل، له كوچنيانو څخه ملاتړ، زده كړې، كرنه، د كوكنارو ضررونه او خطرونه او له نشه يي توكو څخه ګټه اخيستل او نورې ګڼې موضوعګانې تر بحث او تحليل لاندې نيولي دي.
رسنيز كمپاينونه:
كليد ګروپ د ملګرو ملتونو، دولتي ادارو، او نورو نړيوالو موسسو سره د همكارۍ له مخې لاندې رسنيزې پروژې په ټول هېواد كې تطبيق كړې دي.
• په ۲۰۱۰ كال په افغانستان كې د (( ثبات )) د پروژې په مرسته د ميدان وردګو د سيد آباد او د ننګرهار د خوګياڼیو ولسوالۍ د ځوانانو لپاه د ژورناليزم د ابتدايي زده كړو پروګرامونه.
• د كروندګر او كروندې راډيويې خپرونه، په ۲۰۱۰ كال، د كرنيزو محصولاتو د پرمختګ لپاره د كرنيزوكوپونونو د پروګرام په همکارۍ.
• په ۲۰۰۹ كې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق په مرسته د ماشومانو د حقوقو كمپاين،
• په ۲۰۰۹ كال كې د عامې روغتيا وزارت او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق په مرسته د مور د شيدو په اړه كمپاين.
• په ۲۰۰۹ كال كې د آسيايي پراختيايي ادارې په مرسته په ولايتي پارلماني شوراګانو او د جمهوري رياست د ټاكنو لپاره په انتخاباتو كې د برخه اخيستو لپاره د ښځو هڅول.
• په ۲۰۰۹ كال كې د ملګروملتونو د پراختيايي پروګرام او د انتخاباتو د شكايتونو د كميسون په مرسته د جمهوري رياست د ټاكنو لپاره كمپاين
• په ۲۰۰۸ كال كې د كرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په مرسته د افغانستان د كروندګرو لپاره د كرنيزو پروګرامونو په لاره اچول
• په ۲۰۰۸ كال كې د جنګي جرمونو په اړه په هغه څه چې بايد خلك وپوهيږي ( د حقوق بشر ځانګړې خپرونه په پښتو، درى او انګليسي ژبه )
• په ۲۰۰۷- ۲۰۰۸ كال كې د راډيويي، خبري خپرونو، د بازار موندنې د معلوماتو لپاره د بزګرانو په خپرونو كې د ګډونكوونكو بزګرانو لپاره په بدخشان ولايت كې د متحده ايالاتو د پراخيتايي پروګرام د بين المللي ادارې د خپرونو له لارې.
• د عامې روغتيا وزارت له خوا د نړيوال روغتيايي پروګرام په مرسته د چرګانو د انفلونزا پر ضد كمپاين.
• په ۲۰۰۶ كال كې د اروپا د كميسیون په مرسته د كورني تاوتريخوالي د له منځه وړلو لپاره د راډيويي ګردي مېزونو، ژوندۍ خپرونې، د نمایشنامونو جوړول او داسې نور.
• ۲۰۰۷-۲۰۰۸- ۲۰۰۹ په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د نمايندګۍ د هيئت په مرسته د سولې د نړيوالې ورځې په اړه كمپاين.
• په ۲۰۰۵ كال كې د ملګرو ملتونو د جمعيت د صندوق په مرسته د كوچنيانو د ودونو په اړه د مبارزې كمپاين.
• په ۲۰۰۵ كال كې د ملګرو ملتونو د نړيوال غذايي پروګرام په مرسته د كرنې موسمي كمپاين.
• په ۲۰۰۵ كال كې د ملګرو ملتونو د پروژه يي خدمتونو او د ټاكنو د تنظيم د ګډ بورډ په مرسته د پارلماني ټاكنو كمپاين.
• په ۲۰۰۲ كال كې په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د نمايندګۍ د هيئت په مرسته د كليد اونيزې چاپ او نشر
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ