ads

فارياب: هوايي بريدونو کې ۲۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي

په شمال کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو چارواکي ، په فارياب کې ددې ولايت دلوېې لارې په اوږدوکې د امنيت د ټينګښت په موخه له پرون راهيسي، د ظفر ۱۹ په نامه د عملياتو له پېلدو څخه خبر ورکوي.

نویسنده: The Killid Group
11 لړم 1395
فارياب: هوايي بريدونو کې ۲۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي

په شمال کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو چارواکي ، په فارياب کې ددې ولايت دلوېې لارې په اوږدوکې د امنيت د ټينګښت په موخه له پرون راهيسي، د ظفر ۱۹ په نامه د عملياتو له پېلدو څخه خبر ورکوي.
د۲۰۹ شاهين قول اردو وياند ډګرمن عبدالقهار ارام کليد ته وويل، چې دغه عمليات د هوايي او ځمکنيو ځواکونو په ګډه پرون د فارياب ولايت په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې پيل کړي، چې تر اوسه په کې ۲۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې اود دې ولسوالۍ يو شمېرکلي د وسله والو طالبانو له شتونه پاک شوي دي.
ارام زياته کړه، چې د دغو عملياتو په لړ کې د اندخوی – ميمنې لويه لاره هم د وسله والو له شتونه پاکه شوې ده.
د نوموړي په وينا په دې عملياتو کې امنيتي ځواکونو او ملکيانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د يادولو وړ ده، چې له دې وړاندې د فارياب ولايت يو شمېر اوسېدونکو د اندخوی – ميمنې د لارې په اوږدو کې وخت ناوخت د وسله والو طالبانو له چک پاينټونو څخه سر ټکاوه او له مرکزي دولته يې د دې لارې د بشپړ امنيت غوښتنه کوله.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA