ads

ننګرهار کې روغتيايي اسانتیاوو ته لاسرسی ارزول کېږي

په ننګرهار کې د بشري حقونو خپلواک کميسیون له لوري د وګړو روغتیایي حق غوښتنې په موخه د نظر پوښتنې لړۍ پیل شوې.

نویسنده: The Killid Group
10 لړم 1395
ننګرهار کې روغتيايي اسانتیاوو ته لاسرسی ارزول کېږي

په ننګرهار کې د بشري حقونو خپلواک کميسیون له لوري د وګړو روغتیایي حق غوښتنې په موخه د نظر پوښتنې لړۍ پیل شوې.
په ختیځ کې د بشري حقونو خپلواک کمسیون مشره صبرینا حمیدي وايي، چې د لومړي ځل له پاره د دغه کميسیون له لوري په ننګرهار کې تر دې عنوان لاندې چې (د روغتیا په برخه کې د خلکو ستونزو ته څومره لاسرسی شوی او پر وړاندې یې شته ستونزې څه دي؟)؛ د نظرپوښتنې لړۍ پیل شوې.
نوموړې وایي، دوی د حکومتي چارواکو تر څنګ د مدني ټولنې غړو، دیني عالمانو، ښځو او ځوانانو ته بلنه ورکړې، چې تر نظر پوښتنې وروسته به د یوه ملي او نړیوال راپور په بنسټ د حل لارې روښانه شي: ((دغه تحقیق د دې له پاره دی، چې د روغتیا په برخه کې د خلکو د حق په اړه نظر پوښتنه وشي او معلومه شي، چې څنګه کولای شو روانې ستونزې حل او له چاروکو سره یې شریکې کړو. د وګړو د روغتیا حق په اړه د خلکو وړاندیزونه او غوښتنې به د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسیون له لوري د ملي او نړیوال راپور له لارې نشر شي)).
له بل لوري د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسیون کمېشنر مولوي عبدالرحمن هوتک کلید ته وویل، چې په ټول هېواد کې د روغتیايي خدماتو له وړاندې کولو شکایتونه کېږي.
هوتک وايي، چې دوی به د ستونزو د حل پر لارو چارو له مسوولینو سره خبرې کوي. هوتک زیاتوي، دوی داسې راپورونه هم ترلاسه کړي، چې په روغتیایي خدماتو کې توپیري چلند کېږي او ولسونو ته معیاري خدمات نه وړاندې کېږي: ((موږ او تاسې پوهېږو، چې په هېواد کې په هره برخه کې ستونزې شته، خو د صحت په برخه کې ډېرې دي، یوه خبره موږ باید دا روښانه کړو، چې صحي خدمات د ټول هېواد په کچه عادلانه دي او که د ښار او اطرافو له پاره فرق لري؟ بله خبره چې موږ ته ډېره مهمه ده هغه دا ده، چې دا صحي خدمات په کوم کیفیت دي، معیاري دي او که نه، موږ دا موارد راټولوو بیا به یې حل لارې تر وروستي بریده تعقیب کړو)).
د ننګرهار ولایتي چارواکي هم له دغې نظر پوښتنې ملاتړ کوي او وايي، چې د خلکو حق به خوندي کړای شي.
د ننګرهار مرستیال والي محمد حنیف ګردیوال وايي: ((ننګرهار ته چې کوم حق ورکړل شوی بسنه نه کوي)).
ګردیوال زیاتوي، په ننګرهار کې د نوي زر بستریز روغتون په جوړېدو سره دا تمه پیدا شوې، چې د روغتیا په برخه کې به تر یوه حده اسانتیاوې برابرې شي: ((په ختیځ زون کې یوازې یو ولایت نه دی، بلکې د درېیو ولایتونو ترڅنګ د کابل ـ جلال اباد لویه لارې د ټرافیکو او نورو پېښو ناروغان هم دلته راوړل کېږي، وسایل کم دي، خو ناروغان ډېر ورته راځي. هغه ډول چې زموږ حق دی، هغه دې راکړل شي، د نفوسو د هغې سرشمېرنې پر اساس دې حق نه راکول کېږي، چې پخوا ترسره شوې)).
خو د ننګرهار د ولایتي شورا غړي بیا د جلالاباد ښار په مرکزي روغتون کې له ناروغانو سره توپیري چلند هغه ستونزه یادوي، چې ولسونه ورسره لاس او ګرېوان دي.
د ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد کلید ته وویل، تر هغې چې د عامې روغتیا په برخه کې وړ کسان په دندو ونه ګمارل شي، شونې نه ده، چې ټولو خلکو ته دې په مساوي ډول روغتیايي خدمات ورسېږي: ((مشکلات شته دي او مشکلاتو ته هېڅ رسیده ګي نه کېږي، پلانکی د پلانکي ورور دی او باید ښه خدمات ورته وړاندې شي؛ نور ولس بېخي هېر شوی. نا امیدي به نه کوو، خو تر هغې چې وړ کسان په رهبرۍ کې را نه شي سخته ده، چې ستونزې دې حل شي)).
د بشري حقونو خپلواک کميسیون له لوري د روغتیايي وضعیت په اړه د نظر پوښتنې لړۍ داسې مهال پیل شوې، چې لاهم د ننګرهار په لرې پرتو ولسوالیو کې نږدې ۱۵ روغتیايي مرکزونه تړل شوي او په نورو کې د درملو او روغتیا پالانو نه شتون، هغه ستونزې دي، چې ولسونه ترې ډېر رنځ وړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA