ads

راتلونکې اونۍ په اداري فساد د ښکېلو وګړيو دوسيې په علني توګه څېړل کېږي

لویه څارنوالي وايي، راتلونکې اونۍ به د عدلي او قضايي مرکز د لومړنۍ علني ناستې په ترڅ کې د یو لوړپوړي څارنوال د اداري فساد دوسیه په علني توګه وڅېړي.

نویسنده: The Killid Group
10 لړم 1395
راتلونکې اونۍ په اداري فساد د ښکېلو وګړيو دوسيې په علني توګه څېړل کېږي

لویه څارنوالي وايي، راتلونکې اونۍ به د عدلي او قضايي مرکز د لومړنۍ علني ناستې په ترڅ کې د یو لوړپوړي څارنوال د اداري فساد دوسیه په علني توګه وڅېړي.
لوی څارنوال محمد فرید حمیدي چې د دوشنبې په ورځ یې په کابل کې د افغانستان د څارنوالانو څلورمې غونډې ته خبرې کولې دا راز وویل، دوی له اداري فساد څخه په تنګ راغلي دي.
حمیدي له خلکو سره ژمنه کوي چې له اداري فساد سره مبارزه به له خپلو لیکو پیلوي، ځکه خو هم د هغه په ټکو د اداري فساد لومړنۍ دوسیه به د دوی له خپله منځه د یوه څارنوال وي.
حميدي وويل: (( انشاالله راتلونکې اونۍ به په علني ډول، عادلانه او په شفافه توګه علني محکمه پیل شي او لومړنۍ دوسيه به د همدې ادارې، يعنې د څارنوالۍ وي چې څېړل کېږي)).
لوی څارنوال همداشان پخپلو خبرو کې په تنده لهجه ټولو څارنوالانو ته دنده ورکړه، چې له دې وروسته دې په قضايي او عدلي چارو کې د هر مداخله کوونکي او قانون ماتوونکي نوم او شهرت افشا کړي.
په ورته مهال جمهور رییس محمد اشرف غني هم د یادې غونډه په ترڅ کې د عدلي او قضايي ادارو د چارو پر خپلواکۍ د تایید مهر ولګاوه، او خبرداری یې ورکړ، چې نه به خپله او نه به بل چاته د دې اجازه ورکړي چې د عدلي او قضايي ادارو په چارو کې مداخله وکړي.
جمهور رییس غني دا راز له څارنوالانو وغوښتل چې په پوره قاطعیت سره دې خپل مسؤلیتونه ترسره کړي تر څو د هغه په وینا د حکومت او خلکو ملاتړ ترلاسه کړي.
جمهور رییس وویل، که چېرته ورته د لویې څارنوالۍ له خوا د وړتیا پر بنسټ د کوم څارنوال د ګومارنې وړانديز وشي، نو په پټو سترګو به پرې لاسلیک وکړي.
خو د یو څارنوال د وړتیا او شایسته ګۍ معیارونه کوم دي؟
ولسمشر غني وويل: (( د شایسته ګۍ معيارونه، ښه فهم، ښه ماضي، مسلکي توان او حقوقي توان لرل دي)).
له قانون څخه د سړغړوونکو په وړاندې د لویې څارنوالۍ د ټینګې مبارزې اعلان په داسې حال کې کېږي، چې څو ورځې وړاندې یوې نړیوالې ادارې افغانستان د نړۍ په کچه د قانون ماتوونکو هېوادونو په كتار کې درېیم هېواد ياد كړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA