ads

د کارته نو سړک د دويمې لايې د قير کولو چارې پيل شوې

د كابل ښار د کارته نو سړک د دويمې لايې د قير کولو چارې پيل شوې.

نویسنده: The Killid Group
9 لړم 1395
د کارته نو سړک د دويمې لايې د قير کولو چارې پيل شوې

د كابل ښار د کارته نو سړک د دويمې لايې د قير کولو چارې پيل شوې.
كابل ښاروالي وايي، د کارته نو سړک د قير کولو چارې تېر کال د دې ادارې د موثريت او ښاري ټرانسپورټ پروژې له لارې پيل شوې وې.
د سرچينې په وينا، د دغې پروژې كار په چټكۍ سره دوام لري.
سرچينه زياتوي، دغه سړک، چې په ټوليزه توګه درې اعشاريه نهه کيلومټره اوږدوالى لري، په اساسي او معاري ډول رغول کېږي.
كابل ښاروالي زياتوي، چې د سړک د غاړې ابرونه، د پياده رونو رغول، د سړک سمول، پارکينګ او د سړک د منځ ګلدانونه هم د يادې پروژې برخې دي.
د يادونې وړ ده، چې د دې پروژې مالي لګښت نهه ميليونه امريکايي ډالر کېږي، چې شاوخوا ۸۰ فيصده کار يې بشپړ شوى او تر راتلونکو دوه مياشتو پورې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA