ads

سرپل کې د محلي پوليسو قومندان د سړک غاړې ماين چاودنه کې ووژل شو

د سرپل ولايت چارواکي، په صياد ولسوالۍ کې د محلي پوليسو د قومندان د وژل کېدو خبر ورکوي او وايي، په دې چاودنه کې د قومندان درې تنه ساتونکي هم ټپيان شوي دي. د سرپل ولايت د والي وياند ذبيح الله اماني کليد ته وويل، د محلي پوليسو قومندان عبدالمومن تېر ماښام د سړک غاړې […]

نویسنده: The Killid Group
8 لړم 1395
سرپل کې د محلي پوليسو قومندان د سړک غاړې ماين چاودنه کې ووژل شو

د سرپل ولايت چارواکي، په صياد ولسوالۍ کې د محلي پوليسو د قومندان د وژل کېدو خبر ورکوي او وايي، په دې چاودنه کې د قومندان درې تنه ساتونکي هم ټپيان شوي دي.
د سرپل ولايت د والي وياند ذبيح الله اماني کليد ته وويل، د محلي پوليسو قومندان عبدالمومن تېر ماښام د سړک غاړې ماين په چاودنه کې ووژل شو.
اماني زياته کړه، په دې چاودنه کې د قومندان درې ساتونکي ټپيان شوي هم دي.
عبدالمومن، چې په مومن رييس مشهور و، د سرپل ولايت په صيادو ولسوالۍ کې له ډېرې مودې راهيسې د محلي پوليسو د قومندان په توګه دنده سرته رسوله.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA