ads

د ننګرهار والي ټولو اميني ادارو ته د امنيتي پلان در ترتيب لارښوونه وکړه

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، والي ټولو امنیتي ارګانونو ته لارښونه کړې، چې د ډاډمن امنیت راوستلو له پاره دې خپل پلانونه له ولایتي ادارې سره شریک کړي.

نویسنده: The Killid Group
8 لړم 1395
د ننګرهار والي ټولو اميني ادارو ته د امنيتي پلان در ترتيب لارښوونه وکړه

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، والي ټولو امنیتي ارګانونو ته لارښونه کړې، چې د ډاډمن امنیت راوستلو له پاره دې خپل پلانونه له ولایتي ادارې سره شریک کړي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې والي ګلاب منګل نن د یوې ناستې په ترڅ کې امنیې قوماندان، ملي امنیت رییس، سرحدي پولیسو او عامه نظم منسوبینو ته لارښوونه وکړه، چې د خپلو کړنو د ترسره کېدو په موخه د ولایت مقام سره منظم پلان شریک کړي.
په خبرپاڼه کې د والي ګلاب منګل له قوله ویل شوي، چې له دغه ډول هڅو یې موخه د ولایت مقام او امنیتي ادارو ترمنځ همغږي، د امنیت د تامین په برخه کې ګړندیتوب او د پلان له مخې کړنې ترسره کول دي، چې له مخې به یې د ولسونو باور په امنیتي ادارو لا هم زیات شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA