ads

ننګرهار کې لس روغتیايي پروژې تطبیقېږي

په ننګرهار کې د عامې روغتیا وزارت له لوري د ۷،۵ ملیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د لسو سترو روغتیایي پروژو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.

نویسنده: The Killid Group
18 تله 1395
ننګرهار کې لس روغتیايي پروژې تطبیقېږي

په ننګرهار کې د عامې روغتیا وزارت له لوري د ۷،۵ ملیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د لسو سترو روغتیایي پروژو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.
چارواکي وایي، د دغو پروژو مالي لګښت سعودي عربستان او هندوستان ورکوي. د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فېروزالدین فېروز، د سعودي عربستان سفیر مسفر بن عبدالرحمن ال غاصب، په ملي شورا کې د ننګرهار استازي او ګڼ نور دولتي چارواکي په همدې موخه تېره اوونۍ ننګرهار ته تللي وو.
د عامې روغتیا وزیر په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، چې په دغو پروژو کې په جلالاباد ښار کې د فاطمه الزهرا د نسایي- ولادي روغتون او د طبیعي علومو د انسټیټیوټ ودانۍ رغولو پروژه هم شامله ده، چې لګښت یې د سعودي عربستان هېواد پر غاړه دی.
وزیر زیاته کړه چې د پاتې پروژو له ډلې په شېرزاد، حصارک، غني خېلو او هسکې مېنې ولسوالیو کې د ۵۰ بستریزو روغتونونو جوړول شامل دي:((موږ نن په ننګرهار کې د افغان حکومت په همکارۍ، د سعودي عربستان او هندوستان په مالي لګښت د ۷،۵ ملیونه امریکایي ډالرو پـه ارزښــت د لســو سترو روغتیايي پروژو د بنسټ ډبره کېښودله)). په ورته وخت کې د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د سعودي عربستان او هندوستان له استازو د مننې ترڅنګ یادونه وکړه چې ننګرهار د روغتیا په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی. والي د یادو پروژو په پیل د خوښۍ د څرګندولو ترڅنګ د زر بستریز روغتون، د پښتورګو روغتون او د جلالاباد حوزوي روغتون ته د امکاناتو برابرول، هغه څه یاد کړل، چې روغتیاپالان او ناروغان یې د ستونزو د حل یادونه کوي. نوموړي د سعودي عربستان له سفیر څخه د ننګرهار پوهنتون او نورو سترو پروژو په پیلېدو کې هم د مرستې غوښتنه وکړه:(( موږ غوښتنه کوو، چې د زر بستریز روغتون د تدارکاتو پروسه باید چټکه شي، په ننګرهار کې دې د پښتورګو روغتون هر څومره چې ژر کېږي، تجهیز شي، ځکه کلونه کېږي، چې جوړ شوی؛ خو تر اوسه یې عملي کار نه دی پیل شوی. دوست هېواد سعودي عربستان دې د ننګرهار پوهنتون په جوړولو کې هم ستر ګامونه پورته کړي)).
په همدې حال کې د ننګرهار ولایتي شورا مرستیال په خپلو خبرو کې وویل، چې د ننګرهار حوزوي روغتون ته ناروغان زیات راځي، خو د بوديجې او امکاناتو له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی. دراني په ورته وخت کې د عامې روغتیا له وزیر څخه غوښتنه وکړه، که په دغه اداره کې بدلون راوستل کېږي، نو باید ښه او بنسټیز بدلونونه رامنځ ته شي:(( موږ غوښتنه کوو، چې د حوزوي روغتون له پاره دې د درملو ستونزه حل شي؛ هغه که په ډونر کېږي او که د عامې روغتیا وزارت خپله ورته امکانات لري. موږ په اداره کې هغه سړی غواړو، چې هغه مدیر وي او اداره یې کړې وي، نه هغه سړی که هر څومره بزرګ وي، خو چې د کار نه وي موږ ته د منلو نه دی)).
بل لور ته په افغانستان کې د سعودي عربستان سفیر مسفر بن عبدالرحمن ال غاصب وویل، له ننګرهار مېشتو خلکو سره د دوی د ځانګړې مینې یوه نمونه یې نن د یو ستر روغتیایي مرکز پرانسته ده.
سفیر وویل، دوی په پام کې لري، چې په نږدې راتلونکې کې د یتیمو افغان ماشومانو له پاره یو ستر تربیوي مرکز هم جوړ کړي.
په ننګرهار کې د سعودي عربستان او هندوستان هېواد په مالي لګښت دا لس سترې پروژې په داسې حال کې پیلېږي، چې د منتقدینو په نظر که چېرته افغان حکومت په دغه برخه کې خپل مسوولیت په ښه ډول ادا کړي؛ نو بیا به نورو هېوادونو ته د افغان ناروغانو له تګ څخه مخنیوی شوی وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA