ads

د پکتیکا ښوونکي: دولت دې د ښوونکو ژوند ته ځانګړې پاملرنه وکړي

په داسې حال کې چې د لمریز کال د تلې ۱۳ مه هر کال په ټول هېواد کې د ښوونکي د ورځې په توګه نمانځل کېږي او دا ورځ که څه هم په پکتیکا کې د تلې په ۱۳مه ونه نمانځل شوه، خو پکتیکا وال ښوونکي وايي چې دوی ګڼې ستونزې لري او دولت دې د دوی ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

نویسنده: The Killid Group
14 تله 1395
د پکتیکا ښوونکي: دولت دې د ښوونکو ژوند ته ځانګړې پاملرنه وکړي

په داسې حال کې چې د لمریز کال د تلې ۱۳ مه هر کال په ټول هېواد کې د ښوونکي د ورځې په توګه نمانځل کېږي او دا ورځ که څه هم په پکتیکا کې د تلې په ۱۳مه ونه نمانځل شوه، خو پکتیکا وال ښوونکي وايي چې دوی ګڼې ستونزې لري او دولت دې د دوی ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

په دې اړه یو شمېر ښوونکو له کلید سره په خبرو کې وویل، چې د نورو ستونزو ترڅنګ د پکتیکا ولایت ښوونکو ته معاش په خپل وخت نه رسېږي او تر اوسه هېڅ یوه ښوونکي ته یې ځمکه یا نمره نه ده ورکړل شوې.

د علي بابا د لېسې یوه ښوونکی عبدالله خان په دې اړه کلید ته وویل: ((ښوونکي ډېرې ستونزې لري تر اوسه سرپنا نه لري، معاشونه په خپل وخت نه راکوي)).

ده په خپلو خبرو کې وويل، چې حق الزحمه یې هم ورته په درست ډول نه ورکول کېږي.

دغه ښوونکی وايي، چې د ښوونکو په دې کم معاش ګذاره نه کېږي، نو باید چې دولت د دوی ژوند او راتلونکې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د پکتیکا یو بل ښوونکی عبدالمالک هم وايي، چې تر اوسه پورې هېڅ یوه ښوونکي ته د کور ځمکه نه ده ورکړل شوې. او ښوونکي ګڼ شمېر اقتصادي ستونزې لري، چې معاش یې سره له دې چې ډېری وخت ورته په خپل وخت نه اجرا کېږي، د دوی بسنه نه کوي او نیمايي معاش یې د لارې په کرایه او تېلو مصرفېږي.

د نقیب الله په نوم ښوونکي هم کلید ته وویل، چې په ټول هېواد کې ښوونکي ستونزې لري، خو د پکتیکا د ښوونکو ستونزې لا ډېرې دي. تر اوسه پورې دوی سر پنا نه لري، معاشونه یې کم دي او تراسپورتي ستونزې هم لري.

دی وايي، چې د ښوونکو په نوم د ښارګوټي افتتاح وشوه خو اوس همداسې پاتې دی، او د پوهنې ریاست هم غلی دی، په دې برخه کې جدي کار نه کوي، خو موږ ترې غوښتنه کوو چې د ښوونکو د سر پنا غمه دې وخوري.

د پکتیکا د پوهنې سرپرست ريیس محمد نسیم واجد په دې اړه کلید ته وویل، چې رښتیا هم ښوونکي نه یوازې په پکتیکا کې بلکې په ټول هېواد کې یو شمېر ستونزې لري، چې په ګډه سره به یې د حل لارې چارې لټوو.

نوموړي وویل چې په ۱۳۹۵ ښوونیز کال کې د ښوونکو معاشونه هره میاشت اجرا شوي او ددې کال ترپایه به ورته په هره میاشت کې اجراشي کومه ستونزه به نه وي.

واجد وویل، چې د ښوونکو د ښارګوټي ډېری کارونه خلاص شوي او ډېر ژر به ښوونکو ته د نمرو د وېش لړۍ هم پیل شي .

دی وايي، چې نور به هم د دوی هڅه دا وي، چې د ښوونکو د ژوند د ښه والي له پاره ډېر څه وشي خو هر څه وخت ته اړتیالري.

یاده دې وي، چې په پکتیکا ولایت کې په ټولیز ډول اوس ۳۷۸۰ ښوونکي، چې د هغوی له جملې یې ۷۴ تنه ښځینه ښوونکې دي، زده کوونکو ته په درس ورکولو بوخت دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA