ads

کابل ښاروالي بیداره شوه

كابل ښاروالي د اورلګېدنې له څو پرله پسې پېښو وروسته بیداره شوې ده. کابل ښاروالي وایي، یو شمېر هغه لوړ پوړیزې ودانۍ او مارکېټونه به وتړي چې د خونديتوب معیارونه په کې په پام کې نه وي نیول شوي.

نویسنده: The Killid Group
11 تله 1395
کابل ښاروالي بیداره شوه

كابل ښاروالي د اورلګېدنې له څو پرله پسې پېښو وروسته بیداره شوې ده. کابل ښاروالي وایي، یو شمېر هغه لوړ پوړیزې ودانۍ او مارکېټونه به وتړي چې د خونديتوب معیارونه په کې په پام کې نه وي نیول شوي.

د کابل ښاروالۍ د نشراتو رییس عبدالقادر ارزو یادې څرګندونې په کابل ښار کې په لنډه موده کې د اورلګېدنې له څو پرله پسې پېښو وروسته له کلید سره په یوه ځانګړې مرکه کې وکړې. ارزو وايي چې په کابل ښار کې یو شمېر ودانیو په ځانګړې توګه لوړ پوړیزو ودانیو کې د خوندیتوب معیارونو ته پام نه دی شوی:(( په یو شمېر ودانیو او مارکېټونو کې د درنو ځاني او مالي زیانونو علت حفاظتي معیارونو ته بې پامي ده)).

د ارزو په خبره کابــل ښــاروالــۍ یــو کمـيسیون هم ګمارلی ترڅو ټولې لوړ پوړې ودانۍ او مــارکېـټـونه وڅېــړي:((هغــه ودانــۍ او بلـنــدمنــزلونه چې د خونديتوب معیارونه په کې په پام کې نه دي نیول شوي د هغو په اړه به د تړلو تر کچې پرېکړه وشي)).

دا پــه داســې حــال کــې ده چــې په کابل کې د اورلګېدنې پرمهال ډېر خلک د اور وژنې موټرونه یا اطفائیه ملامتوي چې سیمې ته په وخت نه رسېږي، خــو د پېښــو پــر وړانـدې د مبـارزې عمومي رییس جنرال محبوب امیري وایي، پــه کـابـــل ښـار کې د موټرو ډېرې ګڼه ګوڼې د اطفائیې چارې له ستونزو سره مخ کړې دي. امیري په ورته وخت کې د ډېری پېښو په ځانګړې توګه د اورلګېدو پړه په ښاریانو اچوي او وایي چې خلک د ودانیو او مارکېټونو په جوړولو کې د خوندیتوب معیارونه په پام کې نه نیسي: (( ډېرې ستونزې د هېوادوالو له بې پامۍ را پیدا شوې او ډېر کله د پېښو پرضد د ادارې کارکوونکو د رسنیو له لارې خلکو ته ویلي چې د اورلګېدنې پرمهال کوم وسایل ولري او وکاروي او د دې ترڅنګ باید د بېړنیو حالاتو دروازې هم ولري، خو خلک او د مارکېټونو خاوندان دغو ټکو ته پام نه کوي)).

د پېښو پر وړاندې د مبارزې عمومي رییس زیاتوي چې ډېری دنګې ودانۍ او مارکېټونه د زور واکو له خوا جوړ شوي او کابل ښاروالي هم نه شي کولی چې د دغو ودانیو مخه ونیسي:(( ښاروالۍ پخوا هم څه نه دي کړي او اوس هم فکر نه کوم چې څه به وکړی شي)). امیري زیاتوي، ښاروالي یوازې نارې وهي چې ډېرې ودانۍ غیرمعیاري جوړې شوې، خو د جوړېدو پرمهال یې د مخنیوي له پاره هېڅ اقدام نه دی کړی.

کابل ښاریان هم وایي چې ډېری لوړ پوړیزې ودانۍ او مارکیټونه په خپل سر د زور واکو له خوا جوړ شوي او د خوندیتوب یو معیار هم په کې په نظر کې نه دی نیول شوی. کابل ښاریان له دولت څخه غواړي چې باید ودانیزې چارې په کلکه کنټرول کړي او پرې نږدي چې غیرمعیاري ودانۍ په ښار کې جوړې شي. 

د کابل ښار اوسېدونکی رحمت الله وایي، د کابل ډېـری ودانــۍ غـیــر معیــاري دي:((د اور لـګېــدنې پرمهال څوک ترې نشي وتلــی، هېــڅ اضطراري خروجي لارې نه لري)). د کابل ښار بل اوسېدونکی ذبیح الله بیا وايي چې په کابل کې اکثره ودانۍ د اور وژنې منظم سیستم نه لري: ((ممکن اطفائیه ستونزه ولري، خو نوره دنیــا کــې هــره ودانۍ په دننه کې د اور وژنې خپل سیستم هـم لري چې د اطفائیې د نه رسېدو په صورت کې اور کنټرولولی شي)). د کابل ښار اوسېدونکی نصرت الله شفق بیا تر ډېره خلک ملامتوي او وايي چې د اورلګېدنې اکثره پېښې د دوی د بې غورۍ له کبله رامنځ ته کیږي: (( دولت هم په دې اړه بې غوره دی ځکه زورواکي په خپل سر ودانۍ جوړوي او شاوخوا یې هم بندوي، دومره لاره نه وي چې د اوروژنې موټر د اور لګېدنې ځای ته ور نږدې شي)).

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې په کابل ښار کې د اور لګېدنې درې لویې پېښې رامنځ ته شوې. په لومړۍ پېښه کې د اباسین ځدراڼ مارکېټ وسوځېد. په دويمه پېښه کې د کابل قوای مرکز د لرګیو سرای لولپه شو او په درېیمه کې د قلعه حیدرخان په سیمه کې د تېلو څو ټانکرونه د اور خوراک شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA