ads

اطلاعاتو ته لاسرسی: دا ستاسو حق دی!

اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ په لومړي ځل په داسې حال کې په افغانستان کې ونمانځل شوه چې لاهم خبریانو ته د سرچینو له لوري معلومات نه ورکول کېږي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ په لومړي ځل په داسې حال کې په افغانستان کې ونمانځل شوه چې لاهم خبریالانو ته د سرچینو له لوري معلومات نه ورکول کېږي.

د حكومت اجرائيه ریيس ډاکټر عبدالله عبدالله چې اطلاعاتو ته د لاسرسي د نړیوالې ورځې په نمانځغونده کې يې ګډون درلود، وویل چې افغانان بايد اطلاعاتو ته لاسرسى ولري.

د سپټمبر ۲۸مه اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ ده. 

ډاکټر عبدالله ټينګار وكړ چې حكومتي ادارې بايد خلكو ته د معلوماتو په وركولو كې ناغېړي ونه كړي: ((ټولــو ادارو ته هدايت وركړل شوى چې اطلاعاتو ته د لاسـرســي حق په تامين كې همكاري وكړي)). د حـکــومت اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله زياته كړه چــې د راروان كال په ملي بوديجه كې به اطلاعاتو ته د لاســرسي د څــار كميسيون له پاره هم بوديجه ځانګړې شي. 

اجرائیه رییس وویل ، تر هر څه وړاندې بايد د هغو ژورنالستانو د قربانيو ستاينه وشي چې د بيان ازادۍ او اطلاعاتو ته د خلكو د لاسرسي په برخه كې شهيدان شوي او يا هم ځورول شوي دي. ډاکټر عبدالله زیاته کړه، دا چې اطلاعاتو ته د لاسرسۍ حق نن ورځ د قانون په بڼه رامنځ ته شوى او د جمهور ریيس له لوري هم توشېح شوى، اسانه نه ده او اوږده پروسه يې طى كړې ده.

عبدالله وويل، دا چې افغان سرتېري د هېواد په ګوټ ګوټ كې په جګړه بوخت دي، دوى يوازې د يوې ټوټې خاورې دفاع نه كوي، بلكې دوى له دغه ډول ټولو حقونو څخه دفاع كوي: (( د بیان ازادۍ ته له ډېر وړاندې کار پیل شوی، كله چې يو وخت په تصوير بنديز ولګېد؛ نو په معمارۍ كې به تصوير كښل كېده او كه به د بيان په ازادۍ بنديز ولګېد؛ نو په شعر او استعاره كې د ولس غږ پورته كېده)). نوموړي د افغانستان خلكو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي د نړيوالې ورځې په مناسبت مباركي هم وركړه.

اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیوالې ورځې په تړاو جوړ شوي كنفرانس كې اطلاعاتو ته د لاسرسي د څار كميسيون مشر سيداكرام افضلي هم خبرې وكړې. نوموړي له نړيوالو ادارو وغوښتل چې د یاد قانون په پلي کېدو کې له افغانستان سره همکاري وکړي. د ده په خبره یاده ورځ په داسې حال کې نمانځي چې اوس هم په افغانستان كې د ژورنالستانو پر وړاندې ګڼې ستونزې شته دي. افضلي د كليد ګروپ په ګډون له يو شمېر نورو ادارو مننه وكړه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي نړيوالې ورځې په تړاو د غونډې په جوړولو كې يې له دوى سره جدي همكاري كړې ده.

اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې د یوناما د عمومي منشي مرستیال تادمیچي یماموتو په خپلو خبرو کې وویل چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په پلې کېدو سره شفافیت را منځ ته کېږي. نوموړي زیاته کړه، که څه هم دوه کاله وړاندې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون تصویب شو، خو په وینا یې باید په عملي کولو کې یې هڅې زیاتې شي.

په دغه غونډه كې د نورو ګډونوالو تر څنګ د كليد ګروپ مشرې نجيبې ايوبي هم خبرې وكړې. نوموړې ټينګار وكړ چې رسنۍ په معلوماتو تغذيه كېږي او كه معلومات نه وي رسنۍ نيمګړې دي: ((معلومات د رسنيو اكسيجن دى، كه معلومات نه وي د رسنيو تنفسي سيستم له ستونزو سره مخ دى)). ايوبي وویل چې د افغانستان رسنۍ اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه كې له ګڼو ستونزو سره مخ دي:(( په اوونيو ژورنالستان د حكومتي دروازو ترشا ولاړ وي، دوی توهين او تحقير كېږي او بيا يې دوسيې هم نه تعقیبېږي)). ايوبي زياته كړه چې د حكومتي ويندويانو ظرفيت بايد لوړ شي او شمېر يې هم ډېر شي، څو د افغانستان ټولو رسنيو ته په وخت معلومات وركړي. نوموړې زیاته کړه، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون له مخې حكومتي ادارې مكلفې دي چې رسنيو ته معلومات وركړي.

افغانستان، اطلاعاتو ته د لاسرسي د نړیوالې ورځې په نمانځلو سره د نړۍ په هغو سلو هېوادونو کې شامل شو چــې په کــې اطــلاعاتو ته د لاسرسي درناوی کېږي.

دا غونډه اطلاعاتو ته د لاسرسي د څارنې کميسیون له لوري د یوناما، یونیسکو، د افغانستان د روڼتیا ادارې، د ازادو رسنیو کنسرسیوم، انټرنیوز، یو ان ډي پي، ډي اچ اس اې، کلید ګروپ، پژواک خبري اژانس، نی( د ازاد رسنیو د ملاتړ اداره) نوا راډیو، سبا ټلویزیون، سلام وطندار راډیويي شبکې او د افغانستان د ژورنالستانو د ملي اتحادیې په مرسته جوړه شوې وه. 

د یادونې وړده چې له کابل سره همزمان په ۸ ولایتونو کې د کلید ګروپ د سیمه ییزو دفترونو له لوري هم اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ ونمانځل شوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA