ads

ولسمشر غني: افغانستان بايد په يو صادروونکي هېواد بدل شي

جمهور رييس محمد اشرف غني پرته له اقتصادي ازادۍ څخه سياسي اقتصاد لاسته راوړل يو ستونزمن کار وباله.

نویسنده: The Killid Group
7 تله 1395
ولسمشر غني: افغانستان بايد په يو صادروونکي هېواد بدل شي

جمهور رييس محمد اشرف غني پرته له اقتصادي ازادۍ څخه سياسي اقتصاد لاسته راوړل يو ستونزمن کار وباله.

هغه نن د الکوزي ګروپ شركت د توليدي فابريکو د بنسټ ډبرې اېښودنې په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل، چې افغانستان بايد په يو صادروونکي هېواد بدل شي.

جمهور رييس غني د الکوزي ګروپ شرکت له رييس څخه مننه وکړه، چې ډېره پانګه يې په خپل هېواد کې مصرف كړې ده.

د نوموړي په خبره، د يادو فابريکو په جوړولو سره به خلکو ته ډېر کارونه پيدا شي.

جمهور رييس غني زياته کړه، افغانان بايد يو ذهني بدلون رامنځته کړي، ترڅو د نړيوالو کمپنيو په څېر اقتصادي پرمختګ رامنځته شي.

بايد ياده شي، چې الکوزى ګروپ شرکت د سروبي پر دويم بند هم ۳۰۰ ميليونه ډالره پانګونه کوي، چې دا پانګونه به د نږدې ۲۰۰ مېګاواټه برېښنا د توليد سبب شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA